حاجي فريد: يا دې ټول په يوځل بمبار شو يا دې اشغالګر له هېواده ووځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) سياسي شنونکي او د بهرنيو پوځي اډو پر ضد د ملي يووالي د جبهې غړي حاجي فريد په کوندوز کې د وړمې ورځې د بمبار په اړه غبرګون ښوودلی.

نوموړي ويلي، دا چې د افغانستان په مدرسو او عام ولس هره ورځ ړندې بمبارۍ کېږي، وژل کېږي او ملامتي هم دوی ته راجع کېږي په خبره يې بايد د افغانستان ولس په ټولو ولايتونو کې اعتراضيه تر دې شعار لاندې اعتراضيه خيمې ودروي چې “يا دې مونږ ټول په يو ځل بمبار شو يا دې اشغالګر ځواکونه زمونږ له هېواده ووځي.”

د ښاغلي فريد په خبره، په افغانستان کې د روانو ظلمونو او بدبختيو يواځينی حل په همدې کې دی.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ په کوندوز کې د دستار بندۍ په غونډې د هوايي بريد پر مهال شاوخوا درې سوه عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او د هېواد د يو شمير سياسيونو له لوري د دغې برید غندنه وشوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button