(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶ )
د ولسي جرګې غړو نن د کندوز غمیزه په سختو ټکو وغندله او هغه یې بشرضده جنایت وباله.
وکیلانو په امتیازي ساعت کې وویل؛ پر مدرسو جوماتونو روغتیایی مراکزو او عام المنفعه ځایونو چې د خلکو تجمعات پکې کیږي،برید کول د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف عمل دی او پرشدت یې تقبیحوي.
وکیلانو وویل؛ د کندوز برید ترهګریز عمل و او په دې هکله نور چوپ نه شي پاتې کیدلی.
دوی پر حکومت ژغ وکړ چې د بهرنیانو او خپلو ځواکونو د خپلسریو مخه دې ونیسي.
د ولسي جرګې وکیلانو د دې برید لوی عامل د امریکا سره شوی امنیتي تړون وښوده او زیاته یې کړه چې هغوی افغان وژنه د یوې د پروسې له مخې ترسره کوي.
دوی ټینګار وکړ چې حکومت دې د دې پیښې هراړخیزه او بې پرې څیړنه وکړي ځکه چې د دوی په وینا حکومت د څو عادي طالبانو لپاره چې دغونډې د امنیت ساتنې ذمه یې پر غاړه درلوده، لسګونه ولسي وګړي وژلي.
په همدې مهال یو شمیر وکیلانو د امنیتي چارواکو لرې کیدل او ځینې نورو یې محاکمه کول هم وغوښتل.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د دستاربندۍ پریوه غونډه هوایي برید وکړ چې له کبله لسګونه ولسي وګړي چې زیاتره یې ماشومان و، ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د دفاع وزارت ویلي چې برید ددوی ځواکونو د کره معلوماتو ترمخه یې ترسره کړی او یوشمیر طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
ارګ هم منلې چې په یاده پیښه کې ولسي خلک تلف شوي او د څیړنې لپاره یې یوپلاوی سیمې ته لیږلی.
ګڼو مشرانو یاده پیښه غندلې او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم د ولسونو سختې نیوکې راپارولې.

















