ويسا: حکومت له ولس سره په جګړه کې دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) له هېواده خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې د کوندوز د بريد په تړاو په خپلې سرمقالې کې د حکومت هغه ادعا راخيستې ګنې په دې غونډه کې د طالبانو مشران راټول شوي و ځکه يې تر بريد لاندې ونيول.
ويسا زياتوي، ځينې حكومتي اردليان د دې غميزې پړه بيا هم پر طالبانو ور اچوي چې ګواكې له ملكي كسانو نه د سپر ګټه اخلي.
ويسا ليکي، که رښتيا هم دغه ډول غونډو ته طالبان راغلي وي نو ايا جواز لري چې ټول عام خلک دې په نښه شي زياتوي چې:”د سيمې چارواكي او د نړيوالو رسنيو راپورونه، د يوناما غبرګون او د مشرانو جرګې غبرګون له ورايه ښيي چې په كندز كې ستر بشري ناورين رامنځته شوى او په سلګونو كسان وژل شوي او ټپيان دي.”
د ويسا په خبره، ارګ بايد د دغه ډول پېښو عاملين مجازارت کړي وای او له ولس يې بښنه غوښتې وای ترڅو ولس ته تسليت شوی وی خو زياتوي چې برعکس حکومت د کوندوز بريد توجه کوي ” دغه توجيه د عيني واقعيتونو په رڼا كې په دې معنا ده چې حكومت له خپل ولس سره په جګړه كې دى.”
ويسا ليکي، دا چې حکومت کلي او جوماتونه د بريدونو هدف ګرځوي دا ثابتوي چې په ولس کې ځای او حاکميت نه لري او په وينا يې له ولسه رټل شويو چارواکو او حکومتونو تل د پرديو د ټوپک په زور پر ولس د زور پاچاهي کړې خو برخليک يې هميشه تور وي.



