پکتیا او کندوز کې پر ولسي خلکو د شوي بمبار په غبرګون کې لوی لاریونونه ترسره شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۵)

نن سهار د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې لسګونو کسانو په کندوز کې د رامنځته شوې غمیزې په غبرګون کې پراخ اعتراضیه لاریون ترسره کړ.
لاریونوالو د “مرګ پر امریکا“ د شعارونو تر څنګ د یادې پیښې د بې پرې څیړنو غوښتنه کوله.
لاریونوالو د کندوز غمیزه قصدي عمل باله او په خبره یې چې دا کړنه د اسلام او بشریت پرضد لوی جنایت دی.

بل پلو د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه چې یاده پیښه پکې رامنځته شوې، د سلګونو کسانو یو لوی کاروان د مرکز کندوز پر لوري روان شوی.
دوی له دولت څخه د یادې پیښې څیړل او د عاملینو مجازات غواړي.

کندوز لاریون

لاریونوالو ګواښ کړی، که دولتي چارواکي یې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، دوی به ټول په یوه غږ د دولت پرضد دطالبانو تر څنګ ودریږي.
باید وویل شي چې تیره ورځ ګډوځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستار بندۍ په یوه غونډه درنه بمبارۍ ترسره کړه چې د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي پکې ووژل شول.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button