آذربایجان افغانستان ته نور ۵۲ عسکر رالیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۵)

د آذربایجان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ناټو په چوکاټ کې به ۵۲ نور ځواکونه افغانستان ته واستوي
دې هیواد ویلي چې ځواکونه به یې د افغان ځواک په روزلو کې د هڅو ترڅنګ ځینو جنګي عملیاتو ته هم توجه کوي.

آذربایجان اوسمهال په افغانستان کې ۹۴ عسکر لري چې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

تر دې څه موده وړاندې اذربایجان د ناټو غیر جنګي الوتکو د خپل هیواد له حریم څخه د تیریدلو اجازه ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو ۴۰ سلنه اکمالات د همدې هیواد له لارې ترسره کیږي.
اذربایجان له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې خپل نظامي حضور لري چې تر ډیره د افغان ځواکونو په روزنه تمرکز کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button