د ملکي وګړو د خونديتوب ډله: د دشت ارچۍ په هوايي بريد کې له۵۰ زيات ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې د کوندوز په دشتي ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ په غونډې کې شاوخوا درې سوه ملکیانو ګډون درلود چې حمله پرې وشوه.

د عدالت غوښتنې ډلې غړی عزیز احمد تسل وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې له پنځوسو زيات ملکيان وژل شوي او شپيته تنه نور ټپيان دي.

د تسل په خبره، وژل شوي ډیری يې ماشومان دي چې عمرونه يې له دولس څخه تر اتلس کلونو پورې دي.

نوموړی وايي، چې تحقیقاتي ډله يې د پېښې ځای ته تللې او نورې څېړنې هم روانې دي ښايي په پېښه کې د قربانيانو شمېر نور هم زيات شي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ډله وايي، ډله يې د پېښې د قربانيانو د نومونو په ثبتولو بوخته ده او له بشپړو تحقیقاتو وروسته به له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

يادې ډلې، د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په بريدونو او نښتو کې د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دې بريد کې يې شاوخوا شل طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو ځايي چارواکي، د ولايتي شورا غړي، رسنۍ وايي په بريد کې شاوخوا درې سوه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد د يو شمير سياسي ټولنو او سياستوالو له لوري په کلکو ټکو غندل شوی او د دغه ډول بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button