(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۱۵)
د پاکستان د پوځ ویاند یوځل بیا ویلي چې پر افغان طالبانو نه اوس کوم نفوذ نه لري او نه یې پخوا درلوده.
آصف غفور ویلي؛ طالبانو له پخوا څخه د پاکستان په وساطت د سولې خبرې نه دي منلې او لا یې هم خپل استقلال ساتلی دی.
نوموړي داخبرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز د هغو خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي یې ؤ، له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته پاکستان د افغان طالبانو په حاضرولو کې مهم رول ترسره کولی شي.
غفور ویلي؛ طالبان به هیڅکله د پاکستان په غوښتنه د سولې خبرو ته حاضر نه شي.
باید وویل شي چې طالبانو تل ویلي چې دوی په مستقله توګه هر وخت خبرو ته تیار دي په دې شرط چې بهرنیان به د خپلو وتلو لپاره تضمین شوی ضرب الاجل ټاکي.
د شنونکو په آند، طالبانو خپله خپلواکي ان هغه وخت ثابته کړه کله چې پاکستان د افغان سولې د تضمین کیلي پر غاړه واخیسته او د افغان حکومت په غوښتنه یې څو څلور اړخیزې غونډې راوبللې چې د طالبانو له شتون پرته ټولې بې نتیجې پای ته ورسیدې
















