د پاکستان لومړی وزير سبا کابل ته راځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۶) د افغانستان د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل وايي، ټاکل شوې ده چې  سبا د جمعې په ورځ به د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته راشي.

د فیصل په خبره، د پاکستان لومړی وزير او افغان چارواکي به په يوه ګډه ناسته کې د سورلې اړوند، په سيمه کې د امنيت او له ترورزيرم سره په مبارزې بحث وکړي.

نوموړی وايي، سبانۍ غونډه د دولتونو په کچه د دواړو هېوادونو لومړنۍ ناسته ده چې پکې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضاء رامنځته او يو له بل سره په همکارۍ غور وشي.

په عين حال کې د ولسمشر غني د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي هم وايي، د دې ناستې اصلي موخه به له طالبانو سره سوله، د سولې په برخه کې همکاري او د وسله والو ډلو پرضد مبارزه وي.

افغان چارواکي په داسې حال کې له پاکستانه د سولې غوښتونکي دي، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ وياند يلي و چې دوی د افغان سولې لپاره همکارۍ ته چمتو دي خو په طالبانو هيڅ ډول نفوذ نه لري او د دوی په غوښتنه سولې ته نه حاضريږي.

تر دې مخکې هم، افغان چارواکو په خپلو غوښتنو کې د طالبانو په اړه له پاکستانه د سولې غوښتنې کړي خو طالبانو په خپرو کړیو اعلاميو او خبرپاڼو کې په تکرار ويلي چې له دوی سره د مذاکراتو او د سولې خبرو يواځيني ادرس په قطر کې سياسي دفتر دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button