سمنګان: ترافیکي پېښه کې پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۶) د سمنګان ولايت په مرکز کې د يوې ترافیکي پېښې له کبله پنځو تنو ژوند له لاسه  ورکړی دی.

د سمنګان د ترافيکي پېښو مديريت د حادثاتو امر سمونوال عبدالرزاق وايي، پرون ناوخته د سمنګان- بغلان په لويه لاره د يوه کرولا ډوله او ټانکر موټر تر منځ ټکر شوی چې په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، د پېښې قربانيان درې نارينه او دوه مېرمنې دي.

د عبدالرزاق په خبره، وخت ناوخت دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button