د کندوز وحشت او د نړیوال بشري حقوقو سازمان نا انصافي

 

حمزه حسیني

افغانستان په اسیایي هیوادونو کې هغه لرغونۍ او تاریخي هیواد دی، چې تل یې د استقلال غوښتنې په موخه له هر بهرني متجاوزګر سره ټټر وهلی او تاریخي ماتو درس یې ورکړی.

افغان ټاټوبی د احمدشاه ابدالي، محمود غزنوي او ملا محمد عمر مجاهد رحمهم الله په څېر ویاړمنو څېرو ویاړي، چې د تاریخ پاڼې یې زرینې ساتلي او خپلې کار نامې یې راتلونکي نسل لپاره مشعل راه پرېیښي دي.

هوکې! نن د هغو نومیالیو تاریخ ساتونکو سترګې له دې فاني دنیا د ابد لپاره پټې شوي او د هېواد واګي د شاه شجاع په څېر غلامانو لاس ته ورغلي، چې له کفري نړۍ دومره اغېزمن دي، چې د حق غوښتنې غږ هم نشي پورته کولی؛ د پردیو په اشاره خپل هیوادوال، دیني مدارس او تنکي ماشومان په شهادت رسوي.

د بشریت دژوغورنې تش په نوم نړیوال سازمان تر اوسه په هغو کړنو چې دا څو ورځې وړاندې د کفري یرغلګرو او د هغوی د غلامانو لخوا ترسره شوې چشم پوشه دي.

تش په نوم د بشري حقوقو مدافعین ګونګه خوله دي، چې د کندوز په ستر او نه جبرانېدونکي جنایت یې هیڅ ډول څرګندونې ونه کړې او نه یې هم وغندلې، که دا ډول جنایت په مکتب شوی وای، نو د کفري نړۍ په ګردي میزونو به یې غندنه شوې وه او دا به یې په نړیواله کچه د علم په وړاندې ستر جنایت بللی و.

مونږ دا نه وایوو چې مکتب له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی ځکه سږکال د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسون پروان کې د مکتب په هغو شاګردانو چې نتائج یې ښه راغلي وو د یو لړ مراسمو په بدرګه یې انعامونه ووېشل او د هغوی حوصله افضایي یې وکړه؛ البته دا ډول تبعیضي چلند هیڅ د منلو وړ نه دی، چې مدارس دې بمبار شي او د نړۍ ټول بشردوست اورګانو نه دې ورباندې چپه خوله پاتې شي، علاوه لا د دروغو داسې دلائل ورته تراشي چې ګواکې دلته د کوټې شورا وه چې دا مطلقاً دروغ دي، خو که مکتب او کالج ته چا معمولي په بد نظر وکتل بیا په نړیواله کچه غندل کیږي اوتش په نوم د بشري حقوقو مدافعین یې په کلنو کلنو غندنه کوي.

د بېلګې په ډول پاکستان کې تش په نوم ښځینه محصله چې د نامعلومو کسانو لخوا ورباندې برید وشو، یواځې دانه چې یاد برید ونه غندل شو بلکې یاده محصله آن تر امریکا ورسېده او هلته د سولې په نوم د نوبل جائزه هم ورکړل شوه.

خو بالعکس په کندوز کې له سلو تنو زیات تنکي حافظان په بمبار ټوټه ټوټه شول نه یې بشري حقوقو سازمان غږ واورېده، نه چا په سوشل میډیا دا جنایت وغانده تردې چې د افغانستان ولسمشر یې هم په اړه ګونګه روژه ونیوله او هیڅ نوعه غندنه یې ونه کړه.

اوس قضاوت ستاسو په لاس کې دی، چې دیني مدارسو سره دا ډول چلند له دین او اسلام سره د عداوت او دښمني پرته بل څه بللی شو؟.

هیوادوالو ته وایم چې ستاسو د ناموس او پت ساتونکي یواځې د افغانستان د اسلامي امارت طالبان دي او بس. همدوی به ستاسو د تنکیو ماشومانو غچ له صلیبي لښکرو او د هغوی له لاسپوڅو غلامانو اخلي ان شاء الله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button