محمد غني څاروان
دا څــــو لاســـپــوڅـي چــې د کــفـــر تــرانـې سـتـایـي
پـه څـو روپــیـو چـې د بــل چــا کـارنــامــې ســتــایــي
لاس دې یې وچ شـي په قـلـم دې یې اور ولـګــیــــــږي
هــغـه لــیــکـوال چــې د پــردیــو مـفـکــورې ســتــایـي
د هـغـه ځـوان ځـوانـي دې تــل لـپـاره نـیـمـه خـوا شـي
چې لـمـونـځ قـضـا کـړي پـه سـریـال او میخانې ستایـي
دې هـوس ناک شاعر احساس دې په اور لـولـپـه شـــې
چې یې هېر کړي شهیدان دي شونډې سرې سـتــایــــې
ډېــر مـې خـوښـېـږي بـــااحسـاســــه شاعران لیکوالان
چــې د وطــن دښــتــې راغـــونـــه او مــیـرې ستـایـي
څـــــاروان یـې لار جـارو کــومه د بــاڼـو په څوکـــو
هـــغــه ادیـب چـې زمــوږ ټـــولــې پــرګــنـې ســتـایي


















