د ترکيې لومړی وزير نن په يو ورځني سفر کابل ته راځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۹) د افغانستان د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل وايي، د ترکيې لومړی وزير بن علي یلدرم به نن په يو ورځني سفر کابل ته راشي.

د فیصل په خبره، بن علي یلدرم به له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره د دواړو هېوادونو په اقتصادي ودې، امنيت، سولې او نورو هراړخيزو موضوعاتو اړوند خبرې وکړي.

بن علي یلدرم په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې تېره ورځ د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وويل، چې نږدې ورځو کې به شپږسوه غير قانوني افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د کورنيو چارو وزارت زياته کړه، د دغې هېواد په ارزوروم ولايت کې د ۵۹۱ افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو پروسه بشپړه شوې او دغه کسان به د يکشنبې په ورځ افغانستان ته ولېږل شي او د نورو پاتې افغانانو د لېږلو چارې به هم په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.

بل لور ته ګونګوسې دي چې افغان حکومت له ترکيې سره د جنرال دوستم پر سر د افغان – ترک ښوونځيو د تړلو پر سر معامله کړې، دا چې اوس د دوستم د راتګ راپورونه ورکول کېږي ښايي د بنعلي یلدرم د سفر اساسي موخه د دوستم او افغان حکومت تر منځ د يوې هوکړې عملي کول وي.

د ولسمشر غني لومړی مرستيال پر ايشچي د جنسي زورونې په تور له هېواده وويستل شو، څو ځل يې هېواد ته د راستنېدو هڅې وکړې خو بريالی نه شوی، نوموړی اوس مهال په ترکيه کې د جلاوطنۍ شپې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button