(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۹) د سوريې په ختيځه غوطه کې د روسيې او سوريې ځواکونو د کيمياوي زهريله وسلو په کارولو سره سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
عربي رسنۍ وايي، سوريې هوايي ځواک د روسي په ملتيا په ختيځه غوطه کې څو ځله هوايي بريدونه وکړل او کيمياوي زهريله بمونه يې وغورځول.
په غوطه کې د ملکي خونديتوب ادارې ويلي، په دې بريدونو کې څلوېښت کسان وژل او سلګونه نور د کيمياوي وسلو له امله غېزمن شوي دي چې د ډېری کسانو د بدن غړو کار پرېښي دی او ځينې يې روغتون کې د تداوۍ لاندې دي.
خو د ملکي خونديتوب اداره وايي، دا چې د کيمياوي وسلو له اغيز ډېر کم خلک بچ کېږي نو ښايي په پېښه کې د قربانيان شمېر نور هم زیات شي.
په رسنيو کې د بريد د سيمې انځورونه او ويډيوګانې خپرې شوي چې ډيری کوچنيان دي.
الجزيره نړيواله خبري اداره وايي، په ختيځه غوطه کې د جیش الاسلام وسله والې ډلې او روسي او سوري ځواکونو له ناکامو مذاکراتو وروسته په سيمه کې درنې بمبارۍ پيل شوې.
د يادونې ده، چې دوما ولسوالۍ د وسله والو وروستی سنګر دی چې د اسد مليشې او روسي ځواکونه د وسله والو د تسليمې غوښتنه کوي.
تر دې مخکې هم سوري او روسي ځواکونو په ګډه په غوطه کې کيمياوي وسلې کارولې وې چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او لسګونه نور يې اغېزمن کړي و.















