امريکا: د ټرمپ کور ته نږدې اور لګېدو پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۹) د امريکا متحده ايالاتو د نيويارک ښار د ټرمپ ټاور په ودانۍ کې د اور لګېدو پېښه کې يو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

په ټرمپ ټاور کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ کور هم دی خو ويل کېږي نوموړی د اورلګېدو پر مهال په خپل کور کې نه و.

ځايي رسنۍ ليکي، دغه اورلګېدنه پرون ماښام ناوخته د ټرمپ ټاور په پنځوسم پوړ کې رامنځته شوې ده چې له کبله يې ياده مرګ ژوبله اړولې ده.

امنيتي مسئولينو سي ان ان تلويزيون ته ويلي ټپيان ټول د اور وژنې د ډلې غړي دي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې اور وژل شوی او د اور وژنې ډلې هلې ځلې يې ستايلي دي.

تر اوسه پورې د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی. خو بايد وويل شي چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې هم په ټرمپ ټاور کې يوه اورلګېدنه رامنځته شوې وه خو چاته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button