(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹)
تیره ورځ د ګډحکومت مشر اشرف غني هم د کابل د داودخان روغتون ته ورغلی و، په کوم کې چې د کندوز په پیښه کې ټپي شوي ماشومان بستري و.
که څه هم غني تر دې وړاندې د امنیتي ځواکونو له هر برید څخه دفاع کوله او د هغوی پر وړاندې خپریدونکي خبرونه یې له حقیقت لرې بلل ،خو داځل یې د کندوز د پیښې اړوندله څه ویلو ډډه وکړه او زیاته یې کړه؛ تر هغو چې یې د حقیقت موندونکي ټیم څیړنې نه وي بشپړې شوې د پیښې په تړاو څه نه وایي.
ولسمشر وویل؛ د امنیتي ځواکونو له خوا ورته ملکي تلفات د منلو نه دي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر به لا زیات هر اړخیز تدابیر ونیسي.
څو ورځې وړاندې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند پر هاشمیه مدرسه الوتکو داسې مهال بمبار وکړ چې د مدرسې په انګړ کې د ختم بخاري شریف په ویاړ لویه جلسه روانه وه.
په دې بمبارۍ کې تر سلو ډیر ولسي خلک او ماشومان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان شول.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې برید ته یې له څو ورځې وړاندې تیاری نیولی و او په خبره یې چې په برید کې یې د طالبانو یو شمیر ډلمشران وژلي ، خو سیمې ته ورغلو خبریالانو ته ولسي خلکو وویل چې حکومت د خپل جنایت د توجیه لپاره دا ادعا کړې او په وینا یې چې یو طالب وسلوال ته هم په دې پیښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او یواځې ملکیان تلف شوي دي.
د ملکي وګړو د عدالت او خوندیتوب ادارې هم په خپل راپور کې ویلي و، چې په دې برید کې یواځې ملکي کسان په نښه شوي دي.
دا بوږنونکې پیښه که څه هم ارګ، بهرنیوځواکونو،بشري حقوقو او نړیوالو سازمانونو ونه غندله، خو د اسلامي نړۍ د مشرانو او ټولنو توند غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل.















