بلې! موږ دنړۍ په کچه ستر ترهگر یو

نعمان لطیف

موږ له بل چا گیله نه لرو، پر موږ غونډارې له خپله کوره اوري او خپل مسلمان ورور مو زندۍ کؤي.
زما دوړو ماشومانو قاتل، زما دناؤکیو د ارمانونو قاتل، زما دځلمکیو دتاندو هیلو قاتل، زما دبوډا پلار او دسپین سرې مورکۍ د ارمانونو قاتل زما دکور سړی دی.

زما پر قرآن بمونه، زما پر منبر او محراب بمونه، زما پر مکتب او مدرسه بمونه، زما پر کور او باغیچه بمونه، زما دخپل ورور سوغات دي چې زما په بل ورور یې اورؤي.
زه درد له خپلو وینم، زه څېرې گریؤان له خپلو گرځم، زه ټوک ټوک بدن او له لؤږې مړ، او نړۍ ته پړ دخپلو له لاسه یم
اې! چې موږ دنړۍ ستر ترهگر نه یو نو څه یو؟

زه که زندان کې پروت یم، ټوپک په لاس راته خپل ورور ولاړ دی، زه که په خؤاږه خوب ویده یم، په ټنډه مې دخپل ورور دټوپک میل یخېږي، زما په پراخه او دبلا هیلو او ارمانونو په ډکه سینه دخپل ورور دټوپک ججوره تشېږي.
زما پاڼې پاڼې قرآن، زما له احادیثو پوره معمور کتاب، زما خړپړ جومات، زما ړنگه بنگه مدرسه، زما په وینو سور محراب او منبر، او کنډ او کپر کور زما دلېؤه ورور د لیوني هؤس قربان دي.
اې! چې مږږ دنړۍ ستر ترهگر نه یو نو څه یو؟

زه له خپلو ژؤند اخلم، دکمکیو ماشومانو په لولپه جسدونه او ټوک توک بدنونو سترگې پټؤم، دمدرسې طالبان او ملایان دترهگر په نوم په باروتو وریتؤم، افغان سپین ږیری می په سپیو داړم، له افغانې ناؤکۍ دسر پناه اخلم او د افغانې پېغلې ریتې بگارې خو دعزت او حیاء پړونی د صلیب پښو ته غورځؤم.
ماته دچا دحیاء پرؤا نه راځي، په دین او وطن دننگ مفهوم نه پېژنم، دورور، خور او مور سره تر جفاء راته دگېډې سره وفا ارزښمتنه ده.
بلې! زه منم چې اُجرتي یم خو ما دخپلو وروڼو په سر دضمیر سودا کړې ده، ځکه وایم؛ چې موږ دنړۍ ستر ترهگر نه یو نو څه یو؟

اې! زه یواځې نه یم.
زما امثال په شام کې شته دی، عراق کې شته برما کې شته دی، کشمیر کې شته، چیچنیا کې شته دی، فلسطین کې شته صومالیا کې شته دی، اې! چېرې چې زما مسلمانان اوسيږي هلته زما دتجارت پاټنران په خؤند پیدا کېږي.
تاسو ونه لیدل چې کمکي حافظان دغرب باروتو وریته کړل او پړه یې موږ په غاړه واخیستله؟
شام کې یې وینئ چې دروسي موډرنو وسلو ازموینې رؤانې دي او پړه یې زموږ سوریایي پاټنران مني او همچنان عراق کې؟
ځکه ؤایم چې موږ دنړۍ ستر ترهگر نه یو نو څه یو؟!

موږ اوس هغسې نه یو چې دروم او کسرا ماڼۍ مو دتکبیر په نارو لړزؤلې، له عراقه تر ملتانه دیوې مظلومې مسلمانې خور په یؤه چیغه پسې مو لښکرې کښلې او له ډاره مو په مرهټ او اصفهان کې شاهان لړزېدل
موږ اوس دخپل ټوټه ټوټه وجود له امله نه زور لرو نه زر، ځکه مو خپل پوځونه هم دفاع نه کؤي، برعکس په سرونو مو سودا کؤي.

موږ اوس لکه یو وجود هغسې نه یو.
موږ خپل خلافت خپله ونړاؤه، موږ خپل ملا او مقتدا خپله په دار وځړاؤه، موږ اوس دخپل جومات ملا ته ترهگر وایو، د خپلې مدرسې طالب ته بلؤاگر وایو، او خپل هغه کتاب ته چې زموږ د ارتفاع او بقاء تضمین کؤي، دکفارو په اشارو په مردکیو سوری سوری کؤو.

اې نړیوالو فرعونانو! موږ خپل وجود خپله دری پنځوس ځایه کړی دی، موږ خپله تاسې ته دخپل مرگ موقع درکړې ده؛ بلې! موږ ترهگر یو، موږ وحشت گر یو.
زموږ واړه بچیان چې دسبا ترهگر دي همدا نن وؤژنئ، زموږ ښځمنې چې دترهگرو زېږؤلو بټۍ دي یو مخ له منځه یوسئ او ځینې ځوانان مو زموږ دځینو نورو ځوانانو ؤژلو ته همداسې کرایه وساتئ.
تاسې پړه نه یاست، پړه هم موږ یو او مړه هم، ځکه چې موږ دنړۍ ستر ترهگر یو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button