پروان: سلګونو کسانو د امریکایانو له خوا د اوبه د بندولو له امله لاریون وکړ
پروان: سلګونو کسانو د امریکایانو له خوا د اوبه د بندولو له امله لاریون وکړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹)
د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ سلګونو کسانو نن له امریکایانو څخه د خپل حق غوښتلو په خاطر لاریون وکړ.
لاریونوالو ویل چې امریکایانو له تیرو ۱۷ کلونو راپدیخوا د هغو چینو او کاریزونو اوبه ورباندې بندې کړې، چې دوی به ترې خپل فصلونه اوبه کول.
دا دهقانان چې د خپل حق غوښتلو په خاطر یې نن د تحصن یوه خیمه درولې وه، وویل؛ امریکایان مو غږ نه اوري کرنیزې ځمکې مو شاړې او له سختې وچکالۍ سره مخ یو.
مظاهره چیانو ویل ؛ تر هغو به یې اعتراضات دوام ولري تر څو یې چې حکومت او امریکایانو ژغ نه وي اوریدلی.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د خلکو ستونزه تاید کړه او په خبره یې چې د ایزباشي سیمې نږدې ۱۰ کیلومتره ویاله د بګرام هوایي ډګر له داخل څخه راوزي چې په خبره یې بهرنیانو یې اوبه ورباندې قطع کړې دي.
نوموړي وویل؛ له امریکایانو مو د اوبو د خلاصولو هیله شلیدلې خو په وینا یې چې حکومت به هڅه وکړي ترڅو دې سیمې ته ځانګړې ویاله ورغوي.



