(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په افغانستان کې دې وسلوال په عامه ځایونو، کورنو او هرځای کې چې ګڼه ګوڼه وي په نښه کړي.
د واشنګټن پوسټ په حواله؛ټرمپ ویلي امریکایان باید هغو ملکیانو ته ونه ګوري چې د یوه طالب د له منځه تللو سبب ګرځي.
ټرمپ د هغې ویدیو له کتلو وروسته چې ځواکونه یې د یو وسلوال را وتلو ته په تمه دي، ویلي چې د برید له پاره باید دومره انتظار نه وای شوی.
کابل نیوز ته د بشري حقوقو د سازمان رئیس لعل ګل لعل ویلي؛ جرم فردي عمل دی او د امریکایي ولسمشر داسې امر چې د ملکیانو په منځ کې دې وسلوال په نښه شي، له ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
نوموړی وایي؛ که د هر لوري وسلوال د ملکیان په منځ کې ځای پرځای شوي و، بل لوری حق نه لري چې ورباندې برید وکړي.
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی هم وایي؛ که امریکایي عسکرو یا هم افغان ځواکونو د ملکیانو په منځ کې وسلوال په نښه کړل دا به د ولسي خلکو توند غبرګونونه له ځانه سره ولري.
حقوقي شنونکی ګل رحمان قاضي بیا وایي؛ د ولسي خلکو په منځ کې د وسلوالو په نښه کول بشري جنایت دی او که د صلاحیت خاوندان یې پر وړاندې پټه خوله پاتې کیږي هغه هم ورسره په دې جرم کې شامل دی.
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کندوز په دشت ارچي کې هم د وسلوالو طالبانو په پلمه د دستاربندۍ په یوه لویه غونډه هوایي برید وشو چې په کې تر ۳۰۰ ډیر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې غوڅ اکثریت یې ماشومان و.
باید وویل شي چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون ترمخه افغان حکومت حق نه لري چې امریکایي عسکرو د خپلسریو مخه ونیسي او یا یې هم جنایت تقبیح یا وغندي .
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په میدان وردګو، لوګر او بدخشان کې د ګډوځواکونو له خوا د ولسي خلکو کورونه په دې پلمه په بمونو الوزول شوي چې د حکومت په وینا یادو خلکو طالبانو ته ډډوۍ ورکړې.
دا دوهم ځل دی چې امریکایي ځواکونه دا اجازه تر لاسه کوي تر دې وړاندې د جورج بوش په واکمنۍ کې هم امریکایي ځواکونو ته ورته یو امر شوی و، چې د خپل ځان څخه د دفاع په موخه کولی شي هر ډول خپلسري عملیات وکړي.


















