د څښاک ځینې انرژیانې د معدې د سوري او د زړه د درېدو کېدو سبب گرځي/ هېواد ریان

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): اوس‌مهال په هېواد کې بېلابېلې انرژۍ هر ځای پیداکېږي او ډېری خلک یې ورمات کړي هم دي. خو د دغو انرژیو کیفیت ډېر ټیټ او د گټې پر ځای ډېری وخت زیان رسونکي وي.

په انرژیو کې قندونه، معدني مواد، کافبین، تورین، گلوکورونو لاکتون او نور کیمیاوي مواد اچول کېږي، چې د معدې د سوري کېدو سربېره د زړه د درېدو سبب هم ګرځېدلی شي.

روغتیا پالان سپارښتنه کوي، چې د انرژیو په ظاهري شکل ونه غولېږي؛ ځکه ځینې انرژۍ د خوند له اړخه خوندورې خو په باطن کې د زهر معادل دي.

د دوی په خبره، په انرژیو کې د کافبین په نامه مواد د زړه د درېدو او وینې د فشار سبب کېږي، چې انسان د بې خوبۍ، عصبي کېدو، ناراحتي، بد خلقي او د معدې  د تېزابي کېدو سبب گرځي.

په افغانستان کې تراوسه داسې کره شمېره نه‌شته، چې څومره خلک انرژي څښي؛ خو په هېواد کې د کورنیو انرژیو سربېره د اماراتو، سویلي کوریا، پاکستان، ایران او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تولیدات پلورل کېږي او د روغتیا وزارت یې معیار ته هېڅ پام نه دی کړی.

بلکې په لویو ښارونو کې اوسمهال هغه انرژۍ هم په ټیټه بیه پلورل کېږي، چې تاریخ یې تېر او د استعمال د اخري نېټې یې څو میاشتې وړاندې پوره شوي دي.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي، چې خلکو ته په کار ده، د انرژیو د څښاک پر ځای تازه مېوې وخوري، چې هم د روغتیا له پلوه گټورې دي، چې نه جانبي او نه د انسان دننه ضرر رسوي؛ بلکې انسان ته په ټوله معنی گټورې دي.

افغانستان د تازه او وچو مېوو له پلوه بډایه هېواد دی او بیې هم د انرژۍ په پرتله څو چنده ټیټې دي، چې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې پیداکېدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button