ننګرهار: د يوه ښوونځي اداري خونه او مهم اسناد سوځول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۱) د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسئوول محمد اصف شينواری وايي، تېره شوه شپه نامعلومه وسله والو د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د دغې سيمې د ليسې اداري خونه سوځولې ده.

نوموړی وايي، وسله والو لومړی د ليسې دوه ساتونکي تړلي او وروسته يې اداري خونې ته اور ورته کړی چې اسناد او د خونې ټول لوازم پکې سوځېدلي دي.

د شينواري په خبره، د ليسې نورې ودانۍ ته زيان نه دی اوښتی او اوس هم په عادي ډول زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

که څه هم د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د ښوونځي د اداري خونې د سوځولو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې خو طالبانو تر دې مخکې په وار وار دغه ډول ادعاګانې رد کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي يو تن زده کړيال پسرلی اميري ليکي، چې د هرې فاجعې پړه بايد پر طالب او داعش ونه تپل شي زياتوي چې (د مومندرې د معارف مسؤلینو د پردې تر شا کومه لوبه په لاره اچولې ده او غواړي چې له ناسم امنیتي وضعیت څخه په استفادې سره خپل شوم پلانونه عملي کړي او پړه یې پر وسلوالو مخالفینو واچوي.)

نوموړی اندېښنه څرګندوي، چې د ايمل خان بابا او هزارناو ليسو ته په اور اچولو کې يواځې د ليسو مهم اسناد او د ډيپوګانو د حسابۍ ليستونه سوځول شوي دي او غوښتنه يې کړې چې په دې اړه دې د مومندرې د معارف له مسئولينو او چارواکو پلټنې وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button