د فراه د والي تر ګواښ وروسته تیره شپه دوه ماشومان ټپیان او۶ولسي وګړي ووژل شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)

وروسته تر هغه چې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسیدونکو ته ګواښ وکړ چې یا دې کورونه پریږدي او یا به یې د ناټو ځواکونه له مخې بمبار کړي، تیره شپه یادوځواکونو د افغان کمانډو په ملتیا د دې ولسوالۍ په عرف آباد سیمه کې پر ولسي خلکو چاپه وهلې او ګڼو ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وایي چې ګډو ځواکونو په دې شپینۍ چاپه کې ۶ ولسي کسان وژلي او ګڼ نور یې له ځانه سره وړي.
طالبانو په یوه سپیناوي کې ویلي چې په دې چاپه کې ددوی ملګرو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د ۶ ولسي وګړو د وژلو سربیره دوه ماشومان مرګوني ټپیان دي او ګډوځواکونو ۱۵ تنه کلیوال د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي.
خو دولتي چارواکي بیا د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه مني او زیاتوي چې په دې برید کې یې ۳۵ وسلوال طالبان وژلي او ۲۹ نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې ولسي خلکو له والي بصیر سالنګي څخه غوښتي و، چې خپل ترتیب کړي عملیات دې د دوی د حاصلاتو تر ټولولو وځنډوي، خو والي ګواښ کړی و، چې ولسي خلک که خپلې خونې نه پریږدي، د ناټو ځواکونو هوایي بمباریو او ځمکنیو توپچي بریدونو ته دې ځان چمتو کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button