پغمان کې د ۱۵۰ ميلیون ډالرو په ارزښت څلوېښت فابریکې جوړې شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۲) د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور او مرمرو د اتحاديې په هڅو له څلوېښتو ډېرې فابريکې جوړې شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په دغې فابريکو تر ۱۵۰ ميليون ډالره لګول شوي دي.

د الکوزي په خبره، په دې فابريکو کې د مرمرو ډبرو د کارځايونو سربيره د پلاستيک جوړولو او صابون جوړولو فابريکې هم جوړې شوې دي.

که څه هم د هېواد په يو شمير سوداګريزو ښارونو کې د سوداګرو له لوري ځينې فابريکې جوړې او فعاليت يې پيل کړ، خو ډيری يې د برېښنا د نه شتون او پارچاوۍ له کبله بيرته وتړل شوې.

دغه راز د ځينو فابريکو مسئولين د يو شمير فابريکو تړل د هېوادوالو له لوري د کورنيو توليداتو د نه پاملرنې لامل بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button