تميم توفيق
موږ نن سبا د مرګونو او وژنو له خبرونو سره عادي شوي يو، داسې ورځ نه وي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د وينو او وحشتونو خبر پکې نه اورو، خو دا مرګونه څوک کوي او په کومو سيمو کې يې کوي، راځئ دلته پرې خبرې وکړو. لرې ماضي ته به نه ځو، يوازې د همدې روانې فروري مياشتې پېښو ته تم کيږو.
نن زمونږ هيواد په دوو برخو ويشلی، ډيری سيمې يې، چې د راپورونو له قراره ۷۰٪ کيږي، د طالبانو او پاتې ۳۰ سلنه يې، چې زيات يې د ولايتونو او کم د ولسواليو مراکز دي، د دولت او امريکا تر کنټرول لاندې دي.
که ځير شو، په دې سيمو کې د روانې مياشتې له پيل نه تر نن ورځې (۱۱مې نېټې) پورې چې هرڅومره مرګونه شوي، ماشومان او ميرمنې وژل شوي او خلک زخميان شوي او بنديان شوي دي، ټول يې د امريکا او دولتي ځواکونو لخوا د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ترسره شوي دي.
خو بالمقابل د يرغلګرو او کابل رژيم تر واک لاندې سيمو کې يوازې په پوستو بريدونه شوي او هيڅ زيان ملکي وګړو ته نه دی اوښتی، دا د اجيرو راديوګانو خبره نه ده چې څوک دې پرې باور ونکړي، دا يو حقيقت دی. په دې سيمو کې د وژنو پېښې د دولتي عسکرو او مزدورو اربکيانو لخوا رامنځته کيږي، چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د (سلام) د کور د ۶ غړو مرموزه وژنه يې وروستی او نغد مثال دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د وژنو راپورونه ټول امريکايي او دولتي ځواکونو ته منسوبيږي، چې د کندز خونړۍ او زړه دردونکې فاجعه، د کندهار په شاه وليکوټ کې د ۹ کليوالو په شهادت رسول او له ۵۰ زيات بنديانولو تازه وحشت، د پکتيا په زرمت، د بدخشان په جرم او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې بې رحمانه چاپې او ملکي خلکو ته زيان اړول او د فراه په بالابلوک کې د ماشومانو په ګډون د ۸ تنو شهيدانول، او د ۱۵ تنو زندانولو پېښې يې ژوندۍ بيلګې دي چې د امريکايي عسکرو لخوا د کابل ادارې د اواره عسکرو په ملتيا ترسره شوې.
امريکايي او دولتي ځواکونه دا وحشتونه ځکه دومره په ډاډه زړه انجاموي چې د رسنيو له اړخه له خبري پوښښ ورکولو بې غمي احساسوي؛ ځکه څه موده وړاندې همدې امريکايي او د کابل ادارې چارواکو په ميډيا بنديز ولګاوه چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو څخه به هيڅ نوع راپور نه ورکوي، دغه راز يې د سيګار اداره هم له راپور نشرولو منعه کړه.
که څه هم خبريالانو په دې برخه کې چندان خواري نه ده کړې او د ملت په درد نه دي خوابدي شوي، چې زياته ګيله هم له دوی نه کيږي، خو د خدای کړه دي، ټولنيزه ميډيا يې ملت ته په ښمر وروستلې، هغوی له دې لارې خپل درد او کړاو د هيواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي، چې بلاخره ژورنالستان اړ کيږي د پېښې په اړه راپور ورکړي، ګني ګمان نشي چې د بې وزلو او بې دفاع کليوالو په غم دې څوک خبر شوي وای.
خو دا يوه څپه ده او تيره به شي، هر څه فنا لري او په ځای يې بل څه پيدا کيږي، دا الهي قانون دی او هيڅکله به بدل نشي. د بدمرغيو، دردونو او کړاونو دا دوران به هم تير شي، امريکا به د پخوانو اشغالګرو په څير سرټيټې خپل کور ته لاړه شي، دولتي چارواکي به د پخوانو يرغلګرو د لاسپوڅو په څير څوک د يو او څوک د بل بادار غيږې ته پنا يوسي او خبريال به د ملت رحم و کرم ته پاتې شي.


















