د امریکایي چارواکو څرګندونې او د طالبانو پریکنده غبرګون

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۴)

تیره ورځ د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر مایک پامپیو چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند دی د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به خپل فعالیت د وروستي ترهګر تر وژلو پورې روان وساتي.

تر هغه څو شیبې وروسته بیا  د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وویل چې امریکایي ځواکونو ته یې د جګړو په ډګر کې  عام وتام اختیارات ورکړي چې په خبره یې ، سږکال به د پریکنده جګړو لومړی فصل وي چې یا به طالبان سولې ته اړ کیږي او یا به له منځه وړل کیږي.

نوموړي ویلي ؛ امریکایي مشاورینو افغان ځواکونه په لوړ مرال روزلي او ټولو خلاوې یې ارزیابي کړې ترڅو راتلونکې مخ پر وړاندې جګړه وګټي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس هم د طالبانو پر وړاندې د بریا ادعا وکړه او کانګرس ته یې وویل چې راتلونکی کال به د طالبانو د ماتې کال وي.

 

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دریو واړو امریکایي چارواکو خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دې چارواکو د افغان جګړې په اړه کانګرس ته غلط معلومات ورکړي او په خبره یې چې دا ټولې تکراري خبرې وې چې  د ولس د تیر ایستلو او پر خپله ماته د پردې اچولو هڅه وه.

طالبانو د امریکایي چارواکو خبرې د افغان دولت له خوا ورکړل شوې فرمایشي څرګندونې  بللې او زیاته کړې یې ده چې ‹‹ افغان چارواکو امریکایي چارواکو ته داخبرې  د خپلې بقا او شخصي ګټو د خوندیتوب په خاطر ورکړي او دوی یې جنګ او په افغانستان کې پاتې کیدوته هڅولي ››

طالبانو خبرداری ورکړی چې دا جګړه به افغانان ګټي ځکه د دوی په وینا چې ولسونه پوهیږي چې د روان  اشغال پر وړاندې د جګړو توندول د ستونزو یواځنی حل دی.

مجاهد ویلي “د اسلامي امارت مجاهدین خورا عالي روحیه لري، د پسرلي په دا کمو ورځو کې د هیواد په مختلفو برخو کې د دښمن پرخلاف د جګړو تیزي او هغوی ته درانه زیانونه اړول څرګندوي چې افغان مجاهدولس د بري په لور د خورا تیز حرکت په حال کې دی“

طالبانو ګواښ کړی  چې “راتلونکی کال به د امریکایانو او د هغو د افغان معاش خورو لپاره خورا بد کال وي او  هغوی به لا ډير ووژل شي“

پر همدې مهال الماني رسنیو د امریکایي جنرالانو ټولې ژمنې او دریځونه بې ګټې  بللي او په یوه راپور کې یې د امریکایي جنرالانو غورزو پرزو ته تلویحي اشاره کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وویل؛  “په جګړه کې دبریا د راتګ لپاره زیات تغیرات ویني“ په ۲۰۱۳ کال کې جنرال جوزف دانفورد وویل “ د امریکایانو له بریا سترګې پټول نه دي پکار“

تر هغه وړاندې امریکایي جنرال جان آلن ویلي و “ موږ.کامیابیږو بریا زمونږه ده“

په ۲۰۱۱ کال کې  جنرال ډیویډ پترایوس ویل “ د طالبانو خوځښت پر شا تلونکی او ماتیدونکی دی“

په ۲۰۱۰ کال کې جنرال سټنډي مکرسټال ویلي و “ اوس نو بریا راتلونکې ده“

په ۲۰۰۹ کال کې امریکایي جنرال مک کیرنان دا خبره ډیره تکراروله “ امریکا په افغان جګړه کې ماتې نه خوري“

خو ۱۷ کاله تیریږي چې د امریکایي ځواکونو ګواښونه ورځ تر بلې په توندیدو دي خو لا هم د افغانستان لوی اکثریت سیمې او ولسونه د طالبانو تر واک لاندې دي او لا هم امریکایان نه دي توانیدلي روانه جګړه په خپل نوم کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button