د ټرمپ له امر سره سم پر سوريې هوايي بريدونه پيل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د امريکا ولسمشر ټرمپ په يوې تازه ويډيو کې ويلي چې د سوريې د کيمياوي وسلو پر تاسيساتو يې د بريدونو امر ورکړ.

ټرمپ وويل، دغه بریدونه پر عامو خلکو د بشارالاسد د کيماوي بريدونو ځواب دی، غواړي چې د کيمياوي وسلو توليد ځايونه له منځه يوسي زیاتوي دغه بريدونه يې د فرانسې او برتانيې په همغږۍ او د هغوی په مرسته پيل کړي دي.

هغه وايي: “د فرانسې او برتانيې د وسله والو ځواکونو ګډ عمليات پيل شول او زه له دواړو هېوادونو مننه کوم.”

ټرمپ تېره شپه يوې خبري غونډې ته وويل، دغه حمله د سوريې پر دوما د کيمياوي وسلو د بريدونو په غبرګون کې کوي چې له څلوېښتو زيات ملکيان پکې وژل شوي و او لسګونه نور د کيمياوي وسلو د اسعتمال له کبله اغېزمن شول.

پر دوما له بريد وروسته ټرمپ وويل، چې دغه بريد د روسيې په همکارۍ د ځناور بشارالاسد په امر ترسره شوی دی او پر سوريې يې د بريد ګواښ وکړ.

که څه هم روسيې پر سوريې د میزايلو د شنډولو خبرداری ورکړی و خو د دمشق نه راپورونه وايي چې د ځينو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

رويټرز ته ځايي سرچينو ويلي، چې نن سهار په دمشق کې د شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سرچينې ته عيني شاهدانو ويلي، په دمشق کې برزا ولسوالۍ په نښه شوې کوم ځای کې چې د شام مهم ساینسي او څېړني مرکز شتون لري.

د اسکای نیوز د امریکايي مسئولينو له قوله ليکلي: چې سل يا له دې هم زيات توغندي په پوځي مرکزونو لګېدلي دي.

تر اوسه په دې بريدونو کې د تلفاتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير ويلي چې د اټکل له مخې د بشارالاسد رژيم د تېرو اوو کلونو په موده کې په سوريه کې پنځوس ځلې له کيمياوي وسلې استفاده کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button