(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۹)
د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا او شمالي کوریا د لوړ پوړو استازو د لیدنې کتنې او د هغوی ترمنځ له مخامخ خبرو څخه پرده پورته کړې.
واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د امریکا د سي آی اې مشر مایک پمپیو چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند دی، د مارچ له ۳۱ د اپریل تر لومړۍ نیټې شمالي کوریا ته سفر کړی او د دې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي.
کله چې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل، چې آیا په رښتیا هم نوموړي له کیم سره مخامخ تلیفوني خبرې کړې وویل؛ هو! په لوړه سطحه خبرې شوې دي.
دا په تیرو څو کلونو کې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ تر ټولو د لوړې کچې خبرې دي او دا جوتوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ تر ډیره د اختلافاتو کنګل مات شوی دی.
ټرمپ ویلي؛ که اړیکې ښې پر مخ روانې وې ښایي په روانه میاشت کې له کیم جونګ اونګ سره مخامخ ملاقات هم وکړي او که داسې نه و، ښایي دا کتنه لغوه شي.















