کندهار: يوه پوليس خپل څلور پوليس ملګري په ډزو وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۹) د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس په يوې پوستې کې خپل څلور پوليس ملګري وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.

پېښه د ميوند ولسوالۍ په سپوزو سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې بريد تاييدوي وايي، د پېښې عامل پوليس د طالبانو سره په اړيکه کې و چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او نوموړی پوليس له بريد وروسته د طالبانو سره يوځای شوی دی.

طالبانو د دغې بريد پخلی کړی او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، بريدګر د پوليسو په ليکو کې د دوی نفوذي کس و چې څلور سيمه ييز پوليس (اربکيان) يې وژلي او خپله د يوه ميل وسلې سره تر دوی ورسېدلی دی.

احمدي زياتوي، له يادې پېښې وروسته په سيمه کې له نورو اربکيانو سره هم نښتې شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د ميوند ولسوالۍ يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پېښه تاييد کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button