پر چټ‌واټ پوستکالي ولې بندیز ولگېده؟/ هېواد ریان

روانه پېړۍ د ټیکنالوجۍ پېړۍ ده او هره ورځ نوي ـ نوي شیان په انټرنېټ کې پر لیکه کېږي. خو د دغو پوستکالو او کاریالونو خلکو ته د گټې سربېره ځینې زیانونه هم اړولي دي.

روانه اوونۍ په گوگل پلی سټور کې د Chat watch چټ واچ په نامه یو پوستکالی پورته شو، چې د اپل شرکت پر دغه پوستکالي بندیز ولگاوه او د ایفون ځیرکو موبایلونو کاروونکي نه شي کولی، چې دغه پوستکالی په خپلو موبایلونو کې وکاروي.

د چټ واټ په مرسته کولی شو، چې په واټس اپ کې د ملگرو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړو. مثلاً زموږ ملگري له چا سره اړیکې لري؟ څه وخت پر لیکه کېږي او څه وخت خپل واټس اپ بندوي او حتا د نورو ملگرو سره د اړیکو پر څرنگوالي هم پوهېدلی شو.

د اپل شرکت له دې وېرې، چې د دغه پوستکالي له لارې به خلک د خپلو ملگرو شخصي ژوند او محرم اسنادو ته لاس رسی پیداکړي، بند کړ؛ خو په انډرویډ لرونکي موبایل کاروونکي کولی شي دغه پوستکالی ښکته کړي.

په ټولینزو شبکو کې د خلکو شخصي ژوند او محرم اسنادو ته د لاس رسي موضوع ورځ تر بلې گرمېږي او ډېری خلک په دې اړه اندېښمن دي، چې هېکران یې شخصي ژوند ته لاره پیدا نه کړي.

په فېسبوک کې د میلیونونه خلکو د شخصي اسنادو د خپراوي وروسته د امریکا د سنا مجلس د فېسبوک مشر مارک زوکربرگ هم خپلې ناستې ته بللی و او د سناتورانو پوښتنې یې ځواب کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button