کندهار ښار کې د چټک غبرګون قطعې قومندان او څلور پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۹) د کندهار ښار  په څلورمه امنيتي حوزه کې د دغې ولايت د چټک غبرګون د قطعې پر قومندان چاودنه شوې، په ترڅ کې يې د هغه د وژل کېدو په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چاودېدونکي توکي د قومندان حاجي جانان پر ويګو موټر کې ځای پر ځای شوي و.

د سرچينې په وينا، په چاودنه کې درې پوليس او قومندان جانان وژل شوي دي او يو شمير نور پوليس ټپيان دي.

تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو په وروستيو کې طالبانو په کندهار ښار کې چريکي بريدونه او  هدفي وژنو ډېرې کړي چې ورسره د امنيتي منسوبينو او چاراکو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button