(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۹) د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د عامې روغتيا رياست ویاند شاه محمد اوپيانی وايي، پېښه نن سهار د يوې سراچه او بار وړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې له امله يې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپيان دي.
تر دې مخکې هم د بغلان او دوشي ولسوالۍ ته پر لاره ډیری ترافيکي پېښې شوي چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ډېر کله په هېواد کې دغه ډول پېښې د موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله رامنځته شوې ده.















