پکتيا: د پاکستان جوړ کړو پوځي تاسيساتو کې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري پوځي تاسيساتو کې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي ديږ

د دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش وايي، دغه تاسيسات چې اوس پکې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي څه موده مخکې د پاکستاني پوځيانو له لور جوړ شوي و.

رادمنش وايي، تېره ورځ په ډنډپټان ولسوالۍ کې د دواړو غاړو امنيتي مسئولینو ترمنځ خبرې وشوې او پاکستاني ځواکونو د ديپلوماتيکو اصولو سره سم د توپ سر او انځر کنډو سيمې چې مخکې د دوی په ولکه کې وې ترې ووتل.

د هغه په خبره، په ياده سيمه کې يې د سرحدي ځاکونو څلور لوی مرکزونه او د پاڅون کوونکو پوستې هم جوړې شوي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو د خوست په ځاځي میدان او ډنډپټان ولسواليو کې نښتې وکړې چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده.

پاکستان ادعا کوي چې د دوی پر ځواکونو د اغزن سيم تېرولو پر مهال افغان ځواکونو ډزې کړي خو افغان لوری بيا وايي چې پاکستاني ځواکونه له پولې اوښتي او غوښتل يې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button