کابل: بهرنيو ځواکونو پر خپل موټر دوه کوچنيان وهلي دواړه وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) څو شيبې وړاندې د کابل ښار په احمد شاه بابا مينه کې بهرنيو ځواکونو پر خپلو زغره والو موټرو دوه کوچني ماشومان ووهل چې دواړه وژل شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، د بهرنيو ځواکونو ګاډي د سړک په چپه لاس روان و چې د ترافيکي قوانيو خلاف تګ دی او پر مهال يې پر دوو تنو کوچنيو ماشومانو خپل موټر وخېږول.
يو عيني شاهد صميم وايي، د ماشومانو له وژلو وروسته بهرنيان په خپله مخه ولاړل او د کوچنيانو وژنې ته يې هيڅ پاملرنه يا د هغوی هيڅ ډول مرسته هم ونه کړه.
نوموړی وايي، اوس مهال د دغې کوچنيانو جسدونه د احمد شاه بابا مينې په کوثر روغتون کې دي.
يوې خبري سرچينې د ځايي امنيتي مسئولينو له قوله ليکلي چې په پېښه کې د پوهنتون يو استاد او يوه مېرمن هم ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی چې بهرنيانو دغه عمل قصدي کړی او که څنګه؟ او نه هم تر دې دمه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د پېښې په اړه څه ويلي.
خو تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې بهرنيو ځواکونو وخت ناوخت په عامو خلکو ډزې کړي او هغوی ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي وي.



