فراه: د پوليس له لوري د موټر چلوونکي د وژل کېدو په غبرګون اعتراض

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) نن سهار د فراه ولايت د مرکز مربوط د سور او شوراب سيمه کې د شاهرا پوليسو يو موټر چلوونکی په ډزوو وواژه.

ځايي سرچينې وايي، د لويې لارې پر سر د شاهراه پوليس له ټولو موټرچلوونکو نه باچ اخلي خو کله چې ياد موټرچلوونکي د پيسو له ورکړې ډډه کړې نو پوليس پرې ډزې کړی او ځای پر ځای يې وژلی دی.

د موټر چلوونکي د وژل کېدو په غبرګون کې لسګونه قهرجنو کسانو د اعتراض په ډول د هغه جسد د ولايت مقام ودانۍ مخې ته يووړ او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکو ګواښ وکړ که د دې پېښې اصلي عاملين پېدا او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي نو پايلې به يې ښې نه وي.

دغې اعتراض کوونکو سره، د فراه والي عبدالبصير سالنګي په ياده پېښه کې د ککړو کسانو د نيول کېدو او د هغوی د محاکمه کولو ژمنه وکړه.

تر دې مخکې هم پوليسو د هېواد په بيلابيلو سيمو کې په ناقانونه توګه د لويو لارو پر سر له موټرچلوونکو پيسې اخيستي خو د نه ورکړې پر وخت د پوليسو له سخت عکس العمل، بې عزتۍ او وهلو ټکولو سره مخ شوي دي.

د فراه موټر چلوونکي وايي، دا په تېرو دوو کلونو کې پنځم موټر چلوونکی دی چې په دغه ډول قضيه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button