د انتخاباتو کمېسيون درې نيول شوي کارکوونکي او دوه پوليس خوشې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) د غور ولايت امنیتي مسئولين وايي، چې د طالبانو له خوا د انتخاباتو کمېسيون درې کارکوونکي او دوه پوليس خوشې شوي دي.

د چارواکو په وينا، دغه کسان د قومي سپينګيرو په همکارۍ له طالبانو خوشې شوي دي.

د غور د پوليسو وياند اقبال نظامي د طالبانو له منګولو د يادو پنځو کسانو خوشې کېدل تاييدوي په خبره يې دغه کسان څو ورځې مخکې د غور په مرکز کې طالبانو په يوه بريد کې له ځان سره وړي و.

طالبانو د يادو کسانو د نيول کېدو پر مهال ويلي و، چې د انتخاباتو د ثبت نام مرکز يې ويجاړ کړی دوه وسله وال پوليس او دوه د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي يې ژوندي نيولي دي.

خو تر اوسه طالبانو د يادو کسانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button