د پناه اخیستونکو نوم لیکنه هم باید پیل شي

تبصره

افغان حکومت د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره نېټه اعلان کړه او ولایاتو ته یې د نوم لیکنې لپاره کاري ټیمونه ولېږل. د لومړیو درې ورځو نوم لیکنې وښوده هغه شمېر افغانانو په نوم لیکنه کې برخه وانه خیسته کومه چې دمخه د انتخاباتو کمېسیون اټکل کړې وه.

د ټاکنو لپاره په ولایاتو کې له نوم لیکنې په انکار سره، د انتخاباتو کمیسیون وویل چې دمخه د نوم لیکنې لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا وه، چې متاسفانه دا کار نه دی شوی، ځکه په ولایاتو کې د نوم لیکنې بهیر بې خونده دی.

د نوم لیکنې له بهیر سره سم، په کاناډا کې افغان سفیرې شینکۍ کړوخېل مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي: ډېری شمېر افغان دیپلوماتان چې بهر هېوادونو کې په دندو ګمارل شوي د کاري مودې له پوره کېدو وروسته بیا هېواد ته نه راستنېږي، چې یواځې په کاناډا کې شلو دیپلوماتانو هېواد ته په نه ستنېدا، سره له کورنیو پناه اخیستې ده.

د شینکۍ کړوخېل د معلوماتو په اساس د ټاکنو د نوم لیکنې سره سم باید په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستونکو افغان دیپلوماتانو نوم لیکنه هم پیل شي، چې د هېواد په داخل کې د نوم لیکنې له بې رنګۍ علاوه څومره افغانان، او په ځانګړې توګه دیپلوماتان، بهر هېوادونو ته تللي او هلته یې سره له کورنیو پناوې اخیستې دي.

دا خو یواځې په ولایاتو کې د نوم لیکنې بې رنګي ده، که په ولسوالیو کې نوم لیکنه پیل شي، او د نوم لیکنې له بې رنګۍ سره بهر ته د بې کاریو او ناامنیو له امله د تلليو ځوانانو او په بهر هېوادونو کې د دندو دمودو له پوره کېدو وروسته د پناه اخیستونکو دیپلوماتانو شمېر هم ورسره شي، بیا به د ټاکنو کمېسیون ته څرګنده شي چې دا په نوم لیکنه کې بې رنګي نه، بلکې په انتخاباتو کې له ګډون څخه انکار دی.

په بهرنیو هېوادونو کې چې افغان دیپلوماتان پناه اخلي او خپل هېواد ته نه راستنیږي، نور عام وګړي به څرنګه له کډوالۍ راستانه شي چې هم بې کاره، هم یې سر او مال خوندي نه وي، او هم یې په هېواد کې ژوند د اقتصادي ستونزوله امله په ژوند نه  شمېرل کېږي.

د انتخاباتو کمیسیون باید د ټاکو د نوم لیکنې ترڅنګ له کاناډا علاوه په  بهرنیو هېوادونوکې د پناه اخیستونکو افغان دیپلوماتانو نوم لیکنه هم پیل کړي. بیا به ورته په انتخاباتو کې د نوم لیکنې بې رنګي څرګنده شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button