چارواکي: دنوم ثبتونې په ۹۰۰ مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳۱)

په داسې حال کې چې دولتي چارواکو د نوم ثبتونې د پروسې لپاره ټول مرکزونه په ملکي ځایونو ،مکاتبو، مدرسو او جوماتونو کې جوړ کړي خو له دې سره سره د کورنیو چارو وزارت وایي چې په سلګونو ټاکنیزو مرکزونو د نوم ثبتونې چارې نه شي ترسره کولی.

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د هیواد په کچه د ۱۲ ولسوالیو په ۹۰۰ مرکزونو کې هیڅ د ثبت نام بهیر نه شي پیلولی په داسې حال کې چې ۱۱۲۰ نور مرکزونه له لوړ امنیتي تحدید سره مخ دي.
بل پلو چارواکي لا هم د ثبت نام له پروسې سره د خلکو د نه لیوالتیا اود هغوی کمرنګه ګډون ته اندیښمن دي او په دې چاره کې د انتخاباتو کمیسیون ملامت بولي چې ګواکې د خلکو په عامه پوهاوي کې پاتې راغلی.
د خلکو د کمرنګه ګډون له امله د ګډحکومت مشر اشرف غني تیره ورځ اړ شو تر څو پر علماؤ غږ وکړي چې خلک د منبر له لارې په روانو ټاکنو کې ګډون ته را وهڅوي.
د هیواد لوی اکثریت خلک د تیرو ټولټاکنو له ترخې تجربې او په راتلونکو ټاکنو کې د ممکنه پراخې درغلۍ له امله زړه نه ښه کوي چې په دې پروسه کې ونډه واخلي.
په کابل ښار کې سره له دې چې د جمعې ورځ وه او د نوم لیکنې لپاره فرصت هم موجود وو، خو بیا هم د ګوتو په شمیر کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوله.

ولسمشر غني د هیواد ټولو دولتي چارواکو ته هم سپارښتنه کړې چې له خپلو کورنیو سره یوځای په دې بهیر کې ونډه واخلي.
بل پلو د پلازمینې په ګډون په یو شمیر ولایاتو کې خلک په جوماتونو، ښوونځیو او نورو ملکي ادارو کې د نوم ثبتونې د شته مراکزو موجودیت راپارولي او له دولت څخه غواړي چې په لوی لاس دې د ولسي خلکو د تجمع عقیدوي او ښوونیزو ځایونه ته سیاسي رنګ نه ورکوي او باید جلا مراکز ورته ورغوي یا یې هم په دولتي اداراتو کې ترسره کړي تر څو د خلکو د ځورونې او د ممکنه امنیتي پیښو مخه نیول شوې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button