د سعودي عربستان خاوره د حوثیانو لخوا تر اوسه د 121 توغندیو هدف ګرځیدلې ده

د سعودي عرستان  رسنیو اعلان کړی چې د دې هیواد هوایی دفاعي سیمه د هغه بالاستیکي توغندي هدف ګرځیدلې چې حوثي ملیشو د دغه هیواد جنوب ته د جازان سیمې پر فضا توغولی و، له بل پلو نه حوثي یاغیانو ویلي دي چې د دوی هدف په دغه سیمه کې هوایي ډګر و.

دا د تیرو نهه ورځو راهیسي اوم توغندي ګنل کیږي چې پر دغه هیواد د حوثیانو لخوا توغول کیږي.

له بل پلوه د حوثیانو اړوند رسنیو ویلي دي چې د دوی ځواکونو د جازان هوايي ډګر پر بدر۱ بالاستیکي توغندي ویشتلي دی.

دا پیښه د هغه توغیدلي توغندي په تعقیب رامینځته شوه چې څلور ورځې وړاندې یو بالاستیکي توغندی د سعودی عربستان جنوب ته د نجران د فضا پر لوري توغول شوی و.

د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف د روان میلادی کال د اپریل پر۱۱مه اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان پر پلازمینه ریاض ښار باندې ۳ بلاستیکي توغندي بې لارې کړي او همدا راز یې د سعودي عربستان پر خاوره د حوثي یاغیانو اړوند ۲ الوتکي یې نسکوري کړي دي، دا مخکې له دې چې تیره ورځ یې بل توغندې هم بې لارې کړ او پنځم توغندی یې د تیرې جمعې په ماښام له خپل مسیره منحرف کړ.   

د الآناضول خبري آژانس د احصائیي په اساس چې د رسمي اعلامیو پر بنسټ یې برابر کړی وایي چې د هغو توغندیو شمیر چې سعودی ځواکونو یې د خپل هیواد په فضا کې د بې لارې کولو او له مینځه وړلو ادعا کوي په تیرو ۲۵ میاشتو کې ۱۸ توغندیو ته رسیږي، او له تیرو ۳ کلونو راهیسې چې سعودي عربستان په یمن کې د ائتلاف نظامي عملیات پیل کړی تر اوسه د سعودی عربستان خاوره د ۱۲۱ توغندیو هدف ګرځیدلې ده.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ له ۲۶ نیټې څخه سعودي حکومت د یوه نظامي ائتلاف مشري کوي چې د یمن د حوثی یاغیانو په وړاندې (چې د صنعاء ښار په شمول یې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې څخه یو شمیر ښارونه نیولي) د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي. 

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button