ايا ۲۰۱۵ز، به د ۱۴ کلنې جګړې وروستی کال شي؟

« سرليکنه »
د ۲۰۰۱ز کال څخه چې امريکا د خپلو ناټوهېوادونو په ملګرتيا پر افغانستان يرغل کړی په مقابل کې يې طالب وسله والو سنګرونه نيولي. دا د هرکال په آخر کې د سولې او روغې جوړې پروسه بدلېږي ،دا دی ۱۴کاله وشول چې پرافغان مظلوم ملت د سولې د پروسې په دوام کې جګړه روانه ده . نه کور اونه حجره ، نه کلی او نه بازار په امن نه دي . په هدېره او جنازه کې بمبار او وژنې ، په جرګو او ودونو، په خوشاليو کې دغم او وير ساندې… دا ټول هغه څه دي ، چې پر افغان مظلوم او له هرې خوا ځوريدلي ولس د جګړې په شکل کې تېرېږي، چې دا د کمونيستي رژیم له پېله ترنن ورځې پورې پرافغانانو تپل شوې جګړه لا پای ته نه ده رسيدلي.
پر افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره په بېلا بېلو نومونو د بهرنيو او په ځانګړې ټوګه امريکا مرستې وکړې ؛ خو په مقابل کې د سولې په اړه د اخلاص قدمونه دي پورته شوي . په روان ميلادي کال کې چې د تېرو کلونو په نسبت طالب وسلوالو زياتې جګړې وکړې او د کندوز د ښار په شمول يې يو شمېر ولسوالۍ هم د دولتي ځوکونو د موقت وخت لپاره ونيولې، د کال په پای کې د دولت او طالبانو ترمنځ د ځنډيدلو مذاکراتو دپېل لپاره په اسلام اباد د اسيا په زړه کنفرانس کې بيا د سولې ژمنې تکرار شوې. دا چې يادې ژمنې به د تېرو کلونو په څېر يوازې په غونډو کې وي او که عملي جامه به هم وراغوندي، د وخت څخه د مخه وينا نشي اټکل کيدای. خو د اسلام اباد د اسيا په زړه کنفرانس کې دا يوه وعده چې پاکستان له اشرف غني سره وکړه ، چې په راتلونکي اونۍ کې به د دولت اوطالبانو ترمنځ د سولې د پېلېدو هڅې پېل کړي. دويم، ژمنه چې په تېرو ۱۴ کلونو کې پاکستان د افغان چارواکو سره نه وه کړې هغه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په نړيواله کچه د تضمین يادونه ده. پاکستاني چارواکو څرګنده کړې ده ، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سولې په اړه يو پر بل د جي باورۍ اوږده موده تېره شوې ده. غوره دا ده چې په نړيواله کچه يو تضمين وشي او هم نړيواله ټولنه د سولې په اړه مذاکراتو کې شتون ولري . په اسلام اباد اسيا زړه کنفرانس کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو او ژمنو کې نوی والی شته او هم د سولې عالي شورا طالبانو سره د مذاکراتو د پېلولو چمتو والی ښودلی دی، چې يو شمېر سياسي کارپوهان د اسيا په زړه کنفرانس کې د امريکا، چين ، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزې پرېکړې هرکلی کوي. چې د سولې په اړه به د ۲۰۱۵ کال د جګړې د پای ته رسيدا وروستی کال وي ؛ خو د بلې خوا بيا دا نظر هم ورکول کېږي ، چې دا به د څوارلس کلنې جګړې د پای کال شي خو تردې وروسته به پرافغان ولس يوه بله جګړه ورتپل کېږي ، چې د هغې نښانې د ننګرهار په ولايت کې ليدل شوي دي. د ننګرهار ولايت په چپرهار کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ څلور ورځې جګړې دوام وکړ او داسې څرګندېږي ، چې داعش تورې بوړې ته ځان رسولی ، چې له ننګرهار به په هېواد کې د يوې بلې جګړې پېل وشي.



