د ملي مشارکت ګوند مشر د انسان تښتونې په تور نيول شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غواد افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ملي مشارکت ګوند رئيس نجيب الله کابل د انسان تښتونې به تور نيول شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، تېره شپه د کابل پوليسو نجيب الله کابلی د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيولی دی.

ځايي سرچينې وايي، چې نوموړی د يوه سوداګر په تښتونه تورن شوی او د لومړۍ محکمې له لوري په يوه کال تنفيذي بند محکوم شوی دی.

د کابل پوليس د نوموړي نيول کېدل تاييدوي خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

نجيب الله کابلی اوس مهال د ملي مشارکت ګوند مشري په غاړه لري، د هغه د نيول کېدو په اړه د دغې ګوند نورو چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې لوړپوړی چارواکی د انسان تښتونې په جرم نيول کېږي بلکې تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي چې د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې لوړپوړي چارواکي او د امنيتي ادارو منسوبين د سوداګرو په اختطاف او ترور کې لاس لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button