(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۵)
د بادغیس د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت په سنګ اتش سیمه کې دو پوستو سقوط کړی
د ولایتي شورا غړی محمد ناصر نظري رسنیو ته ویلي؛ طالبانو لومړی درۍ پولیس چې یو قوماندان هم په کې و، ووژل او ورپسې یې پر دو پوستو له لږ نښتې وروسته واک ترلاسه کړ.
طالبانو هم ویلي چې سنګ آتش د اچکوو سیمه کې یې ۲پوستې نیولې او ۷ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي او ګڼو نور ژوبل دي.
طالبانو ویلي چې دنښتې په جریان کې یې له مرکز قلعه نو څخه په راتلونکو کومکي ځواکونو یې هم بریدونه کړي او ۳ تنه عسکر یې وژلي دي.
طالبانو د دو پوستو د سقوط تر څنګ د ۴ میله وسلو او ۴ موټر سیکلو دنیولو خبر هم ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې هم طالبانو د ګلچین په نامه ستراتیژیکه ساحه او د یوې قرارګاه په ګډون ۶ پوستې نیولې او ۲۹ امنیتي ځواکونه ورته تسلیم شوي و.


















