(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۵)
نن په کابل کې د ‹‹افغانستان اسلامي بانک›› تر نامه لاندې لوی بانک پرانیستل شو، چې د پرانیستې په مراسمو کې یې د ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼو چارواکو او د یو شمیر بانکونو استازو ګډون درلود.
د دې بانک د رسنیو د اړیکو مسوول احمد ضیاء رحیمزي د پژواک خبري اژانس ته ویلي، ”افغان اسلامي بانک به خپل معاملات د حنفي فقهې او اسلامي اصولو تر مخه تر سره کوي چې په کې د مضاربت ‘د ګټې وېش‘، ودیعت( امانت اېښودل) مشارکت (ګډه پانګونه)، مرابحت (د تمام شوي نرخ له مخې قرارداد) او د تملیک په بڼه اجاره (لیزینګ) له مخې ترسره کېږي.“
دغه بانک پخوا د باختر بانک یا د افغانستان د پراختیايي بانک په نوم فعالیت درلود چې اوسیې د افغانستان اسلامي بانک په نوم بیا ځلي فعالیت پيل کړ.
دا بانک اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ کارمندان او ۶۲ نمایندګۍ لري چې دیاد بانک د مسؤلینو په وینا؛ مهم کار به یې له معاملې څخه د ترلاسه شوې ګټې یا زیان وېش او د سود له ورکړې راکړې ځان ساتنه وي او همدا راز به ټول اسلامي اصول په کې ملحوظ وي.

داکتر عبدالله د یاد بانک د پرانیستې په مراسمو کې له خصوصي بنسټونو څخه د دولت د ملاتړ څرګندولو سربیره د یاد بانک مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې باید دا بانک خپل پیردونکي ځانته جذب کړي.
اوسمهال په افغانستان کې د دریو دولتي بانکونو (پښتنې تجارتي بانک، ملي بانک او نوي کابلبانک) ترڅنګ د (غضنفر، میوند، د افغانستان نړیوال بانک (AIB) او افغان یونایټید) خصوصي بانکونه هم فعالیت کوي چې یو شمیر یې په کې د اسلامي بانکولۍ څانګې هم لري


















