قاري يحیا تکل
د خندق د غزا مکمل بیان په سورة الاحزاب کې راغلی الله جل جلاله د سورة په مختلفو برخو کې موږ ته کومې سپارښتنې کوي؟
۱- ﴿ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلًا﴾
پر الله جل جلاله توكُل وکړه، هماغه الله جل جلاله د وكالت لپاره كافي دى.
الله جل جلاله مسمانانو ته سپارښتنه کړې چې په الله تعالی توکل وکړي.
۲- ﴿هُنَالِكَ ابْتُلِىَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا﴾
په هغه وخت کې مؤمنان ښه وازمايل شول او سخت ولړزول شول.
مجاهدینو وروڼو! امتحان ته به هم ځانونه پوره چمتو کوئ الله جل جلاله څخه به د استقامت غوښتونکي یاست.
۳- ﴿قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا﴾
[اې پېغمبره صلی الله عليه وسلم!] دوى ته ووايه: كه تاسې له مرګ يا وژل كېدو څخه وتښتئ، نو دغه تېښته به تاسې ته هیڅ ګټه ونه رسوي. له هغه وروسته د ژوند د خوندونو اخیستلو ډېر لږ فرصت به تاسې ته درپه برخه شي.
دلته الله تعالی د استقامت خبره کوي، د تیښتې او شاتګ خبره به هیڅکله نکوي.
۴- ﴿ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾
له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصيتونه شته چي له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي، هغوی پخپله کړنلاره کې هيڅ تبديلي را نه وستله.
هو مجاهده!
په کړې ژمنه به وفا ته تیار یې، که کوم ملګری دې له څنګه بیل او د الله جل جلاله حضور ته لاړ، بې زړه توب او سستي به نکوې.
۵- ﴿ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ﴾
اې مومنانو! الله ډېر ډېر يادوئ.
﴿ وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴾
او سهار او ماښام د هغه (جل جلاله) تسبيح كوونكي اوسئ!
مجاهده!
د جهادي ستړیاوو ترڅنګ به د الله تعالی ذکر دوامدار سهار او ماښام خپل ورد ګرځوئ.
۶- ﴿ وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِينَ وَالْمُنٰفِقِينَ وَدَعْ أَذٰىهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴾
او هيڅكله د كافرانو او منافقانو تر اغيزې لاندې مه راځه، د هغوی د ضرر رسولو هیڅ پروا مه كوه او پر الله تعالی باندې توكُل وکړه. هماغه الله جل جلاله د دې لپاره كافي دى چې انسان خپلې چارې ورته وسپاري.
مجاهده!
الله جل جلاله ډاډ او تسلي درکوي، چې د کفارو تر اغیزې لاندې به نه راځې، د غربي رسنیو په فریبکارو او دروغجنو خبرو مه خطاء کیږه.
۷- ﴿ إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴾
په هر حال دا يقيني خبره ده چې الله تعالی پر كافرانو لعنت کړی دى او د هغوی لپاره یې لمبه شوى اور تيار کړی دى.
﴿ خٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴾
په هغه کې به کافران د تل لپاره او سیږي، كوم ملاتړ او مرستندوى به ونه مومي.
۸- ﴿ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴾
اې مومنانو! د الله جل جلاله څخه ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
په پای کې الله تعالی فرمایي: له خپلو مسلمانانو وروڼو سره نرمې او نیک چلند کوه!
هر مجاهد ته لازمه ده چې د سورة احزاب تفسیر ښه په غور ولولي او په کړو ارشاداتو یې پوره عمل وکړي.


















