څه وو، چې د امنيت مشر ” نبيل ” يې استعفاء ته اړ کړ؟

له يوې خوا په افغانستان کې ورځ په ورځ  د امنيت خرابوالی او د بلې خوا د ملي امنيت د رئيس استعفاء افغان ولس انديښمن کړی دی، چې په دوه سرپرسته لرونکې اداره به څرنګه دهېواد امنيت وساتل شي؟ تراوسه پورې د دفاع وزارت د يو کال په پوره کېدا وزير نه لري او اوس ورسره د ملي امنيت چارې هم سرپرست ته وسپارل شوي. د ملي امنيت د رئيس رحمت الله نبيل استعفاء جمهور رئيس اشرف غني ته په داسې حال کې وړاندې کړل شوه، چې په روان کړنګ او واورين ژمي کې د ګرمۍ د موسم څخه څو چنده دهېواد ټولو ولاياتو کې روانه ده او دا امکان هم شته چې د تېرو کلونو په پرتله د دولت پرخلاف د جګړې يو لوری به دوو مخالفو لورو بدل شي . وروسته له دې به د دولت ځواکونه د دوو مخالفو وسلوالو ډلو سره په جګړه اخته وي. د خبرې رسنيو ترمخه د رحمت الله نبيل استعفاء ولسمشر اشرف غني د يوې بېړنۍ غونډې تر رابللو او سلا مشورو وروسته منلې چې په همدې ملي رياست کې يو تن مسعود اندرابي يې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

داچې رحمت الله نبيل استعفاء وکړه لا ملونه يې څه وو؟ وروسته به په پوره توګه څرګنده شي. خو د نبيل نږدي ملګرو د معلوماتو له مخې د نبيل په امنيتي کارونو او پلانونو کې د محدوديت  وجود و، چې نبيل په کامله توګه د خپل هېواد او امن د ساتلو لپاره پوره واک نه درلود.

دويم لامل يې د دولت د ځينې چارواکو سره او هم خپله اشرف غني سره بې باوري وه .

 دريم د اشرف غني سره به يې زيات وخت اختلاف په دې و، چې اشرف غني د امنيت په اړه قاطع دريځ نه لاره او نبيل به ويل چې بې له قاطع دريځه امنيت هېڅ وخت نشي راتلای .

څلورم لامل يې دا ښودل شوی چې د نبيل په وينا اشرف غني تردې وار  په شفاهي ډول غوښتې چې استعفاء وکړي ؛ ځکه خو د ملي امنيت رياست د رحمت الله نبيل استعفاء ليک ولسمشر ته وړاندې کړ، يوه کاپي يې رسنيوته هم واستوله او پکې يې ځينې لاملونه چې دلته ياد کړل شول اشاره ورته شوې وه .

رحمت الله نبيل د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې هم د امنت رئيس و چې په ۲۰۱۲ز کال کې يې د ناڅرګندو وجوهاتو له امله له کاره ګوښه او اسدالله خالد يې پرځای وټاکل شو . د نبيل او خالد ترڅنګ امرالله صالح او حنيف اتمر هم د ملي امنيت په دندو په تېرو ۱۴کالوکې ګمارل شوي ؛ خو د امرالله صالح او رحمت الله نبيل دريځ د ملي امنيت په اړه يوالی درلود ، چې د نبيل په وينا اشرف غني دهېواد امن او نورو ځينې مسايلو کې پرېکنده دريځ نلري ځکه دهېواد امن ورځ په ورځ خرابېږي. يو شمېر رسنۍ د پارلمان غړو او په ځانګړي توګه د ظاهر قدير پرلپسې نيوکې چې ملي امنيت په ننګرهار او ځينې نورو ولاياتو کې د داعش مخه نه نيسي او نه يوازې دا چې ملي امنيت يې مخه نه نيسي. ځينې لوړپوړي چارواکي د داعش سره نږدې اړيکې ساتي اوملي امنيت يې پکې ګرم باله . د ملي امنيت رئيس نبيل يې استعفاء ته اړ کړ خو کوم لامل چې تراوسه رسنيو نه دی روښانه کړی او نه د نظر خاوندانو څه ويلي هغه د ولسمشر سره دهغه په پاليسۍ او سياست اختلاف دی چې د ګاونډيانو او د سېمې دهېوادونو سره سالم او قاطع پاليسي او دريځ نه لري. کيدای شي نور لاملونه هم ورلري، چې وروسته به څرګند شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button