عزام حقاني
(مشبه به) د خندق غزا یا د احزاب غزا دهجرت په پنځم کال د شوال په میاشت کې پیښه شوې ده.
سبب یې دا ؤ کله چې د بني نضیرو شړل پای ته و رسېدل، د دوی یو شمیر رئیسان مکې ته راغلل او قریش یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خلاف جګړې ته دعوت کړل ، قریشو یې دا شومه او بده بلنه ومنله.
بیا د یهودانو رئیسان غطفان ته ولاړل، بنو فزاره، بنو مره، او اشجع د دوی بلنه ومنله، بالاخره یې د لږو او کمزورو مسلمانانو په وړاندي یو لوی ایتلاف جوړ کړ او پر مدینه یې هجوم راوړ .
(مشبه) عیناً همدا وړ کړنه په ۲۰۰۱م کال کې دلته هم وشوه یو څو فاسد، ایمان پلورونکي او وطن پلورونکي کسان امریکا ته ولاړل ترڅو دطالب په وړاندي یو قوي اتحاد جوړ کړي چې ورباندي له منځه یې یوسي.
(مشبه به) لکه څنګه چې نبي صلی الله علیه وسلم دمدینې منورې څخه د فاسدانو ټغر ور ټول کړ، خو په مقابل کې یې دوخت کفارو په یو ایتلاف او اتحاد سره د مدینې داسلامي حکومت د له منځه وړلو په پار پر مدینه منوره باندي هجوم راوړ.
(مشبه) دلته په افغانستان کې د سرو لښکرو له ماتې او وتلو څخه وروسته چې کوم حالت قائم شو هیڅ د زغملو نه ؤ.
که په لنډ ډول ووایو چې افغانان له داسي یو لوی ناورین او غم سره مخ شول چې په تاریخ کې یې مثال ډیر کم پیداکیدای شوای ،
په یو هیواد کې تر لسګونو زیات حکومتونه چلیدل او ټولو دهیوادوالو په لوټلو او وژلو کې له یوله بل سره سیالي کوله.
خو په دي وخت کې الله جل جلاله بیا افغانان د خپل رحمت مستحقین وبلل او داسي یو څوک یې کې پیدا کړ چې په ډیر لنډ وخت او خالي لاسونو باندي یې دظلم ، فساد او وحشت لمن ورټوله کړه ، هیواد یې له ملوک الطوایفي څخه خلاص کړ .
له غلو ظالمانو قاتلانو او ټوپکسالارانو څخه یې مظلومو افغانانو ته نجات ورکړ ، او په هغه څه یې ونازول د کوم څه لپاره چې افغانانو پوره دوه لسیزي قربانۍ ورکړې وې.
یو داسي پر امنه نظام او حکومت یې افغانانو ته بر قرار کړ چې افغانانو یې له ډیره وخته انتظار کړی ؤ.
خو دوخت د ظالمانو او هغو کسانو ته چې لاسونه یې د دي مظلوم ملت په وینو سره وو هیڅ د زغملو نه وو چې افغانان دي د یو داسي نظام لاندي ژوند وکړي چې هغه دالله اود هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د احکاماتو او هدایاتو په رڼا کې چلیږي.
نو یې د همدي لپاره چې دا شرعي او اسلامي حکومت او نظام ړنګ کړي او پر ځای یې داسي یو حکومت جوړ کړي چې یو ځل بیا د افغانانو په سرونو او مالونو لوبي کوونکي پکي واک ته ورسیږي .
او دا هیواد له بې مثاله امن او ارامۍ څخه د بې امني او نا ارامي خواته بوځي او دوئ خپل شومي مؤخي او اهداف تر لاسه کړي .
نو یې دوخت جابري امریکا ته د سوال او زاریو لاسونو پورته کړل ، چې راشئ موږ ته له دي حالت څخه خلاصون راکړئ کوم چې زموږ د ګټو او اهدافو مخه یې’ نیولې ده.
(مشبه به) خو فرق صرف دلته ده چې په مدینه باندي حمله کوونکي هم کفار وو او هغه کسان چې دا ایتلاف او د دي حملې لپاره یې زمینه برابروله هم سخترین کفار ؤ.
(مشبه) خو په افغانستان باندي حمله کوونکي کفار وو او همدارنګه د حمله کوونکو په ایتلاف او ډله کې مسلمان هم ؤ او ددي یرغل زمینه او په افغانستان باندي د حملې تشویق او هڅونه هم مسلمان او بیا افغان کوله هغه افغان چې یو وخت خپله د یوبل تجاوزګر سره په جنګ ؤ.
خونن یې بیا یرغلګرو او کافرو ته د تجاوز او حملې سوالونه کول او ورسره دخپل هیواد په خرابولو او نړولو کې څنګ په څنګ ولاړ وو.
(مشبه به) په هغه وخت کې د مسلمانانو لپاره تر ټولو مؤثره حربه او وسله د مدینې منورې شاو خوا د خندق ایستل او کندنه ؤ او دهمدي خندق په زریعه سره کفار مدینې ته د ننوتلو څخه منع کړای شول.
او بالاخره د کفارو او مشرکینو په څرګند او ښکاره شکست سره تمام شو .
الله جل جلاله مسلمانانو ته بریا او فتحه ورکړله او له دي غزا وروسته بیا کفارو په مسلمانانو د حملې کولو توان او طاقت له لاسه ورکړ.
له دي غزا وروسته الله جل جلاله مسلمانانو ته دفتحو او بریاوو دروازې خلاصې کړې او په لنډ وخت کې یې دحجاز ټوله خاوره داسلامي دولت په قلمرو کې داخله کړه او د یو اسلامي نظام تر سیوري لاندي راغله .
او همدارنګه په دي غزا کې مسلمانانو ته دشام ، عراق او مداین کلیاني ورکړل شوې یعني د فتحي او په اسلامي قلمرو کې د داخلولو زیری ورکړل شو چې د اسلام لمن به له حجاز څخه لري دعجمو خاوري ته غځیږي. که ووایو چې همدا غزا چې کفارو په دي نیت یو غټ ایتلاف جوړ کړی وو چې د مسلمانانو بیخ او بنیاد پرې وه کاږي او داسلام نوم او نښان ورک کړي ، خو الله تعلی د مسلمانانو لپاره د کامیابۍ او بریا سبب وګرځوله یعني له همدي غزا وروسته د مسلمانانو پر مخ د بریاوو دروازې خلاصې شوې.
(مشبه) نن هم چې امریکا په افغانستان یرغل او یو لوی هجوم د ځیني مسلمانو هیوادونو په ملتیا راوړ ، دوخت په پر مختللیو وسایلو، اسبابو او وسلو سمبال ؤ چې په مقابل کې یې طالب سره هیڅ نه ؤ، یعني هغه څه چې د طالب سره وو د امریکا د وسلو او وسایلو په وړاندي صفر وو، خو طالبانو له داسي یو حربې او تخنیک لکه ماین، واسکټ بم اوموټر بم څخه استفاده وکړه چې کفار یې حیران کړل او هیڅ دفع او خلاصون ترې په نظر نه ورځي، او په هیڅ ځای کې ترې خوندي نه دي، او له همدې څخه دومره په ویره او ترس کې دي چې په خپلو اډو او مرکزونو کې هم په ارام نه دي .
او همدا واسکټ بم او موټر بم ؤ چې د وخت جابره او په ټیکنالوجۍ او تخنیک کې پر مختللې امریکا او ملګري یې په ژړا او چیغو سر کړي دي.
زه باوري یم چې ان شاء الله لکه په صدر اسلام کې چې په غزوة الاحزاب یا خندق غزا کې د هغه وخت مشرکینو دمسلمانانو په اسلامي خاوره یرغل راوړ غوښتل یې چې مسلمانان او اسلامي دولت له منځه یوسي ، خو الله جل جلاله همدا عملیات د کفارو او مشرکینو په ښکاره او رسوا شکست سره پایته ورسول .
همداسي به همدا فرعونیان او متحدین یې په ټیټو سترګو له ګران هیواد څخه شړل کیږي.
الله رب العزت دي همدا عملیات دکفر او طاغوت دشکست او په اسلامي نړۍ خاصتا په افغانستان کې دیو سوچه اسلامي نظام دپیلیدو عامل وګرځوي.
آمیــــن یارب العالمین
۱۳۹۷/۲/۵


















