طارق بدر
د خندق غزا د هجرت په پنځم کال پېښه شوه، د مکي پر کفارو سربېره، یهود او صحرايي کفار هم د اشر په بڼه په مدینه کې د اسلامي ځلا د ختمولو په هیله سره را ټول شوي و، دوی کلک هوډ کړی و، چې شاتګ به نه کوي او مدینه کې په د اسلامي حاکمیت جرړې پرې کوي، په همدې هیله له لس زره لښکر سره د مدینې په خوا روان شول، د خندق په لیدلو حیران شول، خو مدینه يې محاصره کړه، دا محاصره یوه نیمه میاشت اوږده شوه او د مسلمانانو ایمانونه پکې سخت وازمویل شول، منافقان پکې وپېژندل شول او د قریشو زور پکې اوبه شو، مجاهدینو پوره یوه نیمه میاشت له مدیني دفاع وکړه، اخر د کفار صبر ختم شو او لښکرې يې د خپلو سیمو په لوري وخوځولې دلته چې کومې ستونزې او سختې په مسلمانانو راغلي په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې يې یادونې شته، خو الله جل جلاله مسلمانانو ته داهم وايي چې هغه ورځ در یاد کړئ چې سترګې مو نیغې را ووتلې او زړونه مو مریو ته راغلل! .
هو د اسلامي امارت له لوري د خندق عملیاتو کې به د مجاهدینو بشپړ صبر او زغم وازمویل شي، دوی باید دې ته تیار وي چې ان شاءالله دا به پرېکړه کوونکي عملیات وي، مګر د خندق د سختیو تحمل باید په ځان کې پیدا کړي، دښمن هوايي بریدونه کوي، چاپې ډېروي، شکنجې زیاتوي، تبلیغات ګرموي خو دا ټول به داسې مایوسه شي لکه د مشرکینو لښکرې، دوی به اخر لکۍ پر شا واړوي او ستاسې عزم ته به د احترام سر کوز کړي.
د خندق نظامي اغېز:
ښايي مجاهدین او مشران ورته خپل دلایل ولري، خو د خندق په نوم کې یو ډول رعب، لوېدل، ټيټېدل، ختمېدل او له منځه تلل نغښتي دي، د خندق نوم چې ویل کېږي، په دال زور راځي، خو ق ساکن دی، د دال ټول زور په قاف کې وچ ودرېږي، لکه څوک چې کندې ته ور غورځار کړل شي او درب يې شي؛ د دې نومو رواني اغېز دا دی چې دښمن پوهېدلی شي چې دا پرېکړه کوونکې جګړه ده، دې جګړه کې به دوی خندق ته لوېږي او د خندق تاریخي شالید ته په کتو دا د دوی لپاره یوه ذره ګټه نه لري، بلکې د کال اخر کې به يې ور پاتې نظامي باور هم د بې باورۍ کندې ته لوېدلی وي؛ پر دې سربېره دا تعبیر هم ترې کېدلی شي، چې مجاهدین ایله اوس د جهاد ګرمې صحنې ته داخل شول، پر دې مانا چې دوی له جهاده ستړي نه دي، بلکې دوی تېر ټول اوولس کلونه د نبوي دور د پنځو کلو جګړه هم نه بولي، بلکې دا به ثابتوي چې په خپله لار ثابت ولاړ دي، خو د دښمن لیکې به سره پاشي.
دا نوم په پوځي برخه کې دا اغېز هم لري چې مجاهدینو خپل اسلاف نه دي هېر کړي، د دښمن تبلیغاتو اغېزه نه ده کړې او دوی ان له نبوي غزاګانو نه خپل نومونه ټاکي، د اسرایيلۍ پخوانۍ صدر اعظمي ګولدیمار هغه خبرې مشهورې دي، چې دا وايي پوځي تکتیکونه يې د رسول الله صلی الله علیه و سلم له د ژوند له مطالعې زده کړي دي، کفار او د هغوی ملګري د خندق په اورېدو پوهېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارویانو سره په جګړه دي، له دې پوهېدو سره هغوی چې د کفار په څنګ کې د مسلمانۍ له نارو سره د هغوی لپاره جګړه پر مخ وړي، روحاً د وجدان په څپېړه وهل کېږي او انګېری چې د د کفارو ملګری او مقابل کې يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاګردان ولاړ دي.
له خندقه هيلې:
افغان ولس مجاهدین خپله یوازینۍ تکیه بولي، حتی هغوی چې د کورنۍ غړي يې د امریکايي دولت چوپړ وهي، بیا هم د عزت خوندي ساتلو لپاره د طالب سرښندنې ته سلامي دی، دوی پوهېږي چې مجاهدین د الله جل جلاله د حقې لارې لارویان دي، په زندانونو کې داسې ګڼې صحنې رسنیزې شوې دي، چې همدا د کفر مزدوران د شکنجې پر حال د مجاهدینو تحمل، صبر او زړورتیا حق حیران کړي دي؛ نو مجاهدین باید دا په یاد ولري چې دا عملیات رښتیا هم خندق کړي، داسې چې داخلي مزدوران بیا د سر پورته کېدو جرئت پیدا نه کړي او په بهرنیانو پسې د هغوی سیمو ته مجاهدین ور ولېږل شي؛ دلته باید جګړه قاطع شي او نور باید مجاهدین له هغه مضر مصلحته تېر شي چې حتی د رسنیو له وېرې يې ځينې مصلحتونه په پام کې نیولي و، نو که د خپل یو خواخوږي غږ اورئ، پر نورو اهدافو سربېره باید رسنۍ ستاسې په مهمو او ښکاره اهدافو کې شاملې وي، چې دا د ټرمپ د ستراتېژۍ سپېکرونه دي ..


















