طالبانو د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ ۱۳۲ بریدونه کړي
راپورتاژ: فرید افغان
د طالبانو.د ویبپاڼې د راپورونو ترمخه طالبانو په ټول هیواد کې ۱۳۲ بریدونه کړي چې په دې لړ کې یې یو شمیر پوستې نیولې او ګڼو امینیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي “د اسلامي امارت په مشرۍ روان جهادي عملیات به راتلونکی ۱۲ میاشتې د دښمن په مهمو هستو باندې په بریدونو، بیخ کنیو او د هغو په وړاندې له پيچلو تکتیکونو څخه په استفاده سره روان وي“
د تیرې ورځې پیښو ته زغلنده کتنه:
کابل:
طالبانو ویلي چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په اوزبین، چهلګزي ،کړکین او شیرخاني سیمو کې په بیلابیلو بریدونو کې یې تر لسو ډیرو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
همداراز د کابل د نقاش کمپني سیمه کې یې پوسته نیولې د ضابط په ګډون یې درۍ عسکر وژلي او وسله یې له ځانه سره وړې.
ننګرهار:
طالبانو د جلال آباد په جندرماپل په اچین ولسوالۍ د بټي کوټ په شینوارو کلا سیمه کې په لعلپورې ولسوالۍ او دکوټ ولسوالۍ په زربچه سیمه تر ۲۵ زیاتو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
بغلان:
طالبانو د مرکزي بغلان د پلخمري په تپه او ګڼو نورو سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړې کړې چې یو شمیر امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان دي.
غزني
طالبانو د دیک ولسوالۍ په تاسنګ او اړوند سیمه کې ۱۰ عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې همداراز یې ویلي چې د شلګر په جیلګه ، امین کلا او د دې ولسوالۍ بله اړوند سیمه کې ۱۵ امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.طالبانو په دې ولایت کې د نورو بریدونو ادعا هم کړې.
کندهار
طالبانو د دې ولایت په ۹ حوزه د استخباراتي کارمندحاجي ملا د وژلو د ادعا ترڅنګ په ګڼو نورو سیمو کې د بریدونو خبر ورکړی.
اروزګان
طالبانو د خاص اروزګان د ګرماب ، مرکز ترینکوټ او ګڼو نورو سیمو کې ۱۵ عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی
زابل
طالب وسلوالو د زابل په شوره ولسوالۍ، میزانه ولسوالۍ، دایچوپان او مرکز قلات کې د۲۰ عسکرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی همداراز یې په دایچوپان کې د دریو پوستو د نیولو ادعا هم کړې.
فاریاب :
طالبانو د دې ولایت په شَیرین تګاب او یو شمیر نورو سیمو کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
پکتیا
طالبانو په زرمت ولسوالۍ ، ډنډپټان او مرکز ګردیز کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
فراه
طالبانو په پشتکوه او بالابلوک ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
خوست
طالبانو په صبریو کې یو استخبارانی مامور نیولی او په خلبسات او نورو سیمو کې یې بریدونه کړي
کاپیسا:
د طالبانو له خوا په اله سای نجراب او نورو ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه شوي.
بدخشان:
په ارغستان کې طالبانو یو شمیر دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
میدان وردګ:
په جلریز او او نورو ولسوالیو کې وسلوالو طالبانو ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
بادغیس:
طالبانو په سنګ اتش کې دوه پوستې نیولې همداراز ددې ولایت د قادس ولسوابۍ کې کي دوو لویو کليو ‘بویې اوشش منیانو‘ له طالبانو ملاتړ وکړ او ۲۳ میله وسله یې هم هغوی ته وسپارله .
تر دې ور اخوا طالبانو تیره ورځ د هیواد په کچه لسګونه نور بریدونه هم کړي چې په راپور کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی



