(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۶) له تېرې ورځې راهيسې طالبانو د کندوز- بغلان او بغلان- کابل پر لويه لاره پر پوستو بريدونه پيل کړي چې لا هم ادامه لري.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې اريانا نيوز ته ويلي، اوس مهال د پلخمري ښار ته څېرمه د خلازایی په سيمه کې جګړه روانه ده چې تر دې دمه پکې دوه پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ له لوري د لويې لارې پر سر په پرتو پوستو بريدونه پيل کړي دي چې له کبله يې د کندوز- بغلان او کابل بغلان لويې لارې تړل شوي دي.
طالبانو د دغې بریدونو مسئوليت په غاړه اخيستی خو دولتي عسکرو ته د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره شپه طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق سيمه کې يو ځل بيا پر دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ديارلس عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شويو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو سرتيري شامل دي په خبره يې چې يو شمير عسکر طالبانو له ځان سره د بنديانو په توګه هم وړي دي.
تر دې دمه طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بريدونو په تړاو څه نه دي ويلي.


















