له بده مرغه تېر کال بیا په لافو شافو تېر شو. حکومت هوا گز کړه او سوله یې تر ارگ راورسوله. خو د سولې په مخ کې د ستر خنډ «امریکا، ناټو او بهرنیو قراردادیانو» په اړه یې له خولې اوف هم ونه یوست. د سولې گرمې ناستې په بېجنگ، ترکیه، اسلام اباد، کابل، تاشکند، مسکو او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې وشوې. ناستې تر هماغه ځایه وې او د سولې خبرې بیا د چارواکو له ذهنونو ووتې.
امریکا د تېر په څېر یو ځل بیا پر جگړه ټینگار وکړ. د افغانستان کانونه، د افغانستان جیو پولیټیک موقیعت، د افغانستان له خاورې د روسیې او چین گواښل او په افغانستان کې د امریکا گټو یو ځل بیا تېر کال په جگړو کې گرم کال و. له دواړو خواوو زرگونه خلک ووژل شول. نه حکومت، نه امریکا او نه طالبانو د تسلیمېدو غږ پورته کړ. حکومت یوازې یوه گټه وکړه او د حزب اسلامي مشران یې په کابل کې دېره کړل.
حکومت لا له وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات اعلان کړي وو. د رسنیو په زور ټول عملیات بریالي پای ته ورسېدل. نه یې کومه سیمه ونیوله، نه یې پرمختگ وکړ، بلکې ټول زور یې له ټلویزوني اعلانانو وویست. امنیتي چارواکي هره ورځ د نویو پرمختگونو خبرې کوي؛ خو په پلازمېنه کابل کې په رڼا ورځ وسلهوال غله پوستې ته ننوځي او له پولیسو سرونه پرې کوي.
طالبانو تېره ورځ د الخندق په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل. د طالبانو په اعلامیه کې سږني عملیات له نورو کلونو سره جلا ښودل شوي او داسې ښکاري چې سږني عملیات به د امریکا او افغان حکومت د زوال اخري عملیات وي. د طالبانو په اعلامیه کې د نویو عملیاتو موخې داسې ښودل شوي.« دا چې زموږ د هیواد ځمکه او فضاء د اشغالګرو تر کنترول لاندې ده، او اشغالګر مو هره لحظه له مقدساتو نیولې تر بیوزله ولسي وګړو پوري ټول د خپلو بریدونو هدف ګرځوي، دیني عالمان، د قرآن کریم حافظان، قومي مشران او عام افغانان په بیرحمي سره په شهادت رسوي، بشپړ ښارګوټي، صحي مراکز، مقدسه اماکن، شنه فصلونه او سمسور باغونه مو په بل مخ اړوې، په زرګونو هیوادوال مو په بندیخانو کې ساتي د رژیم چارواکي د امریکايي یرغلګرو د دغه وحشت په مخنیوي کې کاملا ناتوانه دي، بلکي په ډیرو مواردو کې د اشغالګرو تر سره کړي جنایات دوی په غاړه اخلي او عملا ورسره ملګري دي.»
په اعلامیه کې د نورو لاملونو سربېره« دامریکا اوکابل ادارې تر واک لاندي سیمو کي پرعمومي بدامني سربېره، د فحاشي، شراب خوري، مبتذلو فلمونو، باطلوادیانو ته دعوت اونورو ناروا کړنو ګڼ شمیر ښکاره او پټو مرکزونو فعالیتونه.
د رژیم بیوسه او فاسد چارواکي چې د خپلو امریکايي بادارانو د پورتنیو جنګي، فکري او بی حیا عزائمو او عملي اقداماتو له شتون سره سره د هیواد په داخل او خارج کې د سولې په پلمه کومې هلې ځلې کوي هغه ټولې د اشغالګرو په دستور د افغاني مقاومت د ځپلو، کمزوري کولو اوبالاخره تسلیميدلو د یوې وسیلې په توګه ترسره کوي، نه د جګړې د خاتمې او دلته د یوې دائمې سولې د ټینګښت په خاطر.
ټول کوښښ یې دادی چي د هیواد له اشغال څخه عامه اذهان په بل لور واړوي او دا ځکه چې امریکایان دلته د جګړې د خاتمې اراده نه لري؛ بلکې لا غواړي جګړه دومره توده او اوږده کړي چې افغانستان او سیمه ټوله په لمبو کې راګیر او دوی ته ورکې د لا ډیر نفوذ او مداخلې زمینه مساعده شي.
بناء د متجاوز کافر دښمن د کفري تجاوز د دفع او له منځه وړلو لپاره اسلامي ارشادات او قرآني صریح نصوص مسلمانان له هغوی سره په بالمثل عمل مأمور او مكلفوي»
طالبانو د سږنیو عملیاتو د نورو موخو سربېره ځینې مهم ټکي هم یاد کړي، چې په دغو عملیاتو کې به پرې کار کوي او ځینې خلک به یې لومړی هدف وي.« د (الخندق) جهادي عملیات چې طرح او پلان یې د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د مجربو او ماهرو مسلکي کدرونو لخوا ترتیب شوی د اشغالګرو د موجوده جنګي ستراتیژي په مقابل کې په متقابلو چریکي، هجومي، نفوذي او نورو نویو او پیچلیو تکتیکونو سره عیار او د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو باندې به تمرکز ولري.
امریکایان او د هغوی استخباراتي ایجنټان به یې لومړنی هدف او داخلي ملاتړي به د ثانوي هدف په حیث ورکې په نښه کیږي او هم به دفتنه ګرو را ټوکیدلي او راټوکېدونکي حرکتونه په نطفه کي خنثی کیږي.ان شاءالله.»
په عملیاتو د ملکي خلکو د خوندیتوب لهپاره د پوره چمتو والي خبره هم شوې؛ خو له خلکو هم غوښتل شوي چې د دُښمن له ټانگونو لرې اووسي.« دا چې مجاهدین د (اشداء علی الکفار رحماء بینهم) د الهی ارشاد له مخې پرمسلمانانو خواخوږی او پر دښمن سخت زړی وی نو باید د (الخندق) جهادي عملیاتو پر مهال د ولسي خلګو د ځان او مال خوندیتوب ته خاصه توجه وکړي او د اهدافو په نښه کولو کي له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
له خپل مجاهد ولس نه مو هیله داده چي نورهم د خپلو مجاهدینو وروڼو په کلک ملاتړ سره د (الخندق) عملیاتو په کامیابي کي پوره ونډه واخلي او هم د دښمن له مراکزو او قطارونو څخه لیری و اوسي تر څو دعملیاتو په جریان کي ضرر ورته ونه رسیږي.»
هیله ده د طالبانو په سږنیو عملیاتو کې د ملکي وگړو مرگوژبله صفر وي او په خپلو عملیاتو کې د ملکیانو ژوند ته پوره پام وکړي.


















