تیره ورځ د پکتیا مرکز ګردیز کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ودانۍ چارې رسماً پیل شوې.
د پکتيا پوهنتون رييس دوکتور سيد ولي جلالزي د معلوماتو ترمخه، پر دې پوهنتون به شاوخوا د۶۷ ميليونه افغانيو لګښت راځي چې د لوړو زدکړو د وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
دا ودانۍ به په دریو پوړونو کې وي چې ۴۰ درسي او اداري خونې به ولري او پر یوه وخت به په کې ۱۲۰۰ محصلین زدکړې کولای شي.
دا ودانۍ په څه باندې نیم جریب ځمکه باندې رغول کیږي او د نظارت چارې به یې د دې پوهنتون د انجینرۍ څانګې محصلین مخته وړي.
په پکتیا پوهنتون کې له پخوا څخه د حقوقو څانګه وه چې زدکړیالانو ته یې د اقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې ځای ورکړل شوی و.


















