د هرات خواف د اورګاډي د درېيمې کرښې کار اتيا سلنه بشپړ شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۶) د هرات ولايتي چارواکي وايي، د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ کار په سلو کې اتياسلنه بشپړ شوی دی.
د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد وايي، دغې ولايت ته د ايران د اورګاډي د پټلۍ غځولو تخینکي پلاوی چې مشري يې د حسین کرمانيان په غاړه ده هم ورغلی او د کار د لاپرمختګ ډاډ يې ورکړی.
په دې ناسته کې د هرات ولايت د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئیس احمد شعيب معصومي د هرات د خاف د ریل پټلۍ د لومړۍ، دویمې او دریمې پټلۍ د مرحلو د تمویل لپاره د ایران څخه مننه وکړه اودواړو غاړو یوبل ته د کار د پرمختګ اطمنان ورکړ.
د چارواکو په وينا، د درېيمې کرښې له ۶۲ کيلومترو څخه د اورګاډي د پټلۍ پنځوس کيلومتره کار بشپړ شوی دی.
بايد وويل شي، چې د خواف- هرات تر منځ ۱۳۶ کيلومتره د اورګاډي پټلۍ ده چې ۶۰ کيلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي او ايران يې د جوړولو ژمنه کړې.
د راپورونو له مخې، د څلورمې کرښې له بشپړېدو سره به دغه پټلۍ د هرات په جنوب کې له چابهار بندر سره هم ونښلول شي.
دغه کرښه افغانستان ته له داخلېدو وروسته د غوريان ولسوالۍ له لارې زنده جان ولسوالۍ ته غځول کېږي او له هغې ځايه د هرات ميدان هوايي او د کابل- هرات لويې لارې ته هم غځول کېږي.
په تېره جنورۍ مياشت کې د ايران چارواکو خبر ورکړی و چې د بودجې د کمښت له کبله يې د هرات- خواف تر منځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو کار درولی دی.
د اقتصادي چارو پوهان، د هرات خواف د اورګاډي پټلۍ مهمه او اقتصادي پروژه ګڼي په خبره يې د دې په بشپړېدلو سره به له دې لارې د سوداګريزو توکو د لېږدونې لپاره ډېره اسانتيا رامنځته شي.



